IQNA

د پاکستان د افغانستان له بیا روغونې ملاتړ

23:10 - September 30, 2020
د خبر لمبر: 3483673
تهران (ایکنا) - د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې له جګړې وروسته د کابل لپاره د اسلام آباد پر بشپړ ملاتړ ټینګار وکړ.
عمران خان د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې، د بین الافغاني سولې خبرو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: "په افغانستان کې د تاوتریخوالي د حل لپاره هیڅ پوځي حل نشته او یوازینۍ لار د سیاسي لارو کارول دي."
د پاکستان لومړي وزیر یادونه وکړه چې اسلام اباد ته د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشر سفر به د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا کې د نوي باب په پرانیستلو کې مرسته وکړي.
عمران خان دې ته په اشارې سره چې د افغانستان د سولې پروسې په اسانولو کې پاکستان مثبت رول لري او دا حقیقت چې نړیوالې ټولنې دا دریځ پیژني په رسمیت سره پیژني او د خوشحاۍ وړ یې ګڼي، وویل: په افغانستان کې په جګړه کې بوښتې ټولې ټولنې باید هراړخیزې سیاسي موافقې ته رسیدو لپاره په ګډه کار وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر همداشان ټینګار وکړ چې د افغانستان ټول ګونډونه باید په هیواد کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره کار وکړي.
عبدالله هم په دې کتنه کې د افغانستان د سولې له پروسې څخه د پاکستان د ملاتړ ستاینه وکړه او اسلام آباد یې په سیمه کې د کابل له مهمو ملګرو وباله او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
captcha