د کینیډا د ونکوور پوهنتون یو استاد او دبرما یا میانمار د چارو یوه کارپيژاندډاکټر ونکوور په یولړ څرګندونو کې وئیلی دي ،دمیانمارد روهینګیائي مسلمانانو دموضوع په باب ددغه هیواد له قدرته د لیرې کړائ شوي مشرې سوچي کړچار پر ټولو ثابته کړې ده چې مسلمانان باید له هغې زیاتې تمې ونه لری. د ۲۰۱۹کال په دسمبر کې په هیګ نړیوالې محکمې کې دهغې مبهم او د وه ګوڼی دریځ ، له هغې او د هغې له حکومت سره د ملګرتیا لباره د نړیوالو ګروهنې کمزوري کړي دي .
ایکنا خبري آژانس راپور راکړ ، په میانمار کې دتیر کال له انتخاباتو د پارلیمان په ضد ددغه هیواد پوځیانو په کودتا او د آنګ سان سوچي په نیول کیدا پسې ، یو ځل دغه هیواد ته دنړیوالو پام ورواښت او ددې ترڅنګ په میانمار کې د بشري حقوقو دخلاف ورزۍ اود روهینګیائي مسلمان لږکي د وضعيّت د موضوع په باب له دغه هیواد سره اړونده خبرونه د رسندویو په سر کې ورغلي دي . سره له دې چې د میانمار پوځي حکومت له کودتا وروسته پر انټرنیټ او ارتباطي برخو باندې محدودیّتونه ولګول خو هماغه رازددغه هیواد څخه خپره شوي خبرونه دمیانمار په مختفو سیمو ې: د تاؤتریخوالو د دوام راپور ورکوي
د کینیډا د سایمن فریزرونکوور پوهنتون یو نامتو استاد او د میانمار د چارو کارپوه رابرټ انډرسن د میانمار پر مسلمانانو ددغه هیواد دپوځي کودتا د اغیزو په باب له ایکنا خبری آژانس سره یوه مرکه کړې چې ځیني برخې ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .
له ډاکټر رابرټ انډرسن څخه دمونږ خبریال پوښتنه وکړه ، د میانمار له کودتا وروسته او آن سان سوچي دحکومت په نسکوریدا پسې ځيني په دې اند دي چې دوروستیو بدلونونو په دلیل ، ددغه هیواد عمومی وضعیّت په لاترینګلتیا دی ، نو دغه بدلونونه تاسو څرنګه ارزوئ ؟
ډاکټر رابرټ انډرسن په ځواب کې ووئيل ، دعامو خلکو ،کارګرانو او دمتوسطې پرګنې وضعیّت په چورلټ ډول بحراني شوي دي میاشتې میاشتې کیږي ، چې بانکونه بند دي ، روغتونونه او ښونځي چټي دي او کارکسب د بانکي خدماتو او د انټرنیټ د بندیدا په دلیل تاواني شوي دي .
درستې صوبائي او ښآریزې حکومتي کمیټې ړنګې شوي دي ، ددوي بودجې غوڅې شوي دي ، تر میاشتو میاشتو پورې پوهنتونونه بند شوي دي او په اجبار سره ئې کارونه پیل کړي دي . هغه څه چې هماغه اندازه منفي دي ،دا چې خلک نور په رسمي راپورونو باؤ رن ه لري او له ۲۰۱۰کاله دمخکې د کلونو په شان بیا په بدبینۍ سره په روانو چارو ته ګوري .
د کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ یا هماغه کرونا ویروس په ضد د واکسینشن پروګرام خراب شوی او ځنډیدل شوی دی او واټونه د پولیسو د چلندونو په دلیل ناکراره شوي دي . په میانمار واکمن نوي رژيم د واکسینشن لپاره نوي حکومونه صادر کړي دي ، اوس حتی د حکومت دپراخو څارنو په دلیل دارتباط لپاره له موبایل ټیلیفونونو استفاده هم خطرناکه شوې ده .
ایکنا خبری آژانس بیا له ډاکټر انډرسن څخه پوښتنه وکړه ،ځيني په دې اند دي ، چې له مسلمانانو سره د میرمن سوچي او د هغې ګوندي این ایل ډي حکومت چلند او له هغوي نه ملاتړ ، د نړیوالو په تیره بیا داسلامی هیوادونو له خوا دمرستو خنډ شوی ، تاسو له دغه نظر سره څومره موافق یاست ؟
ډاکټر رابرټ انډرسن ددې پوښتنې پّه خواب کې ووئيل ، میرمن سوچي او دهغه ګوند این ایل ډي په تیرو لسو کلونو کې او بیا له کورني زنداني کیدا وروسته او دسیاست ډګر ته په ستنیدا پسې ، یو شمیر مهم مسلمان متحدان درلودل ، مثلا له ۲۰۰۱کال څخه تر ۲۰۱۱کال پورې . البته دهغې لازیاتې آرامښت بخښونکی ویناؤ اړتیا درلوده چې د مسلمانانو په ضد د ځاي فرصت غواړو ( چې دوه افراطي بودائی راهبان پکې شامل وو ،ّ احساساتو ته پام وکړي .
کله چې دحکومت د ځينو برخو کنټرول (له پوځي برخو پرته ) میرمن سوچي ته ورسیدل، نو دبنګله دیش له پولې سره نزدې د روهینګیا په مسلمانانو باندې له ۲۰۱۷کاله رانیولې د ۲۰۱۹ کال پورې په مودې کې په صوبائي حملو کې ئې ډیر کمزوری غبرګون وښود او همداراز له روهینګیائي لږکي سره دپوځي د اقداماتو په دلیل ورباندې سختې نیوکې وشوې ، چې موقعیّت ئې ډير کمزوری شو .
د کینیډا د سایمن فریزرونکوور پوهنتون دغه نامتو استاد همداراز د هغه عکس په باب چې دمیانمار د پوځي کودتا په وخت کې نړیوال شوی ، هم یو لړ توضیحات ورکړل .
یاده دې وي ، د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې په میانمار کې یوه کاتولیک راهبه ، د دغه هیواد پولیسو ته التماس کوي ، چې له هغه روغتونو سره نزدې چې دی پکې د پرستارې په توګه کار کوي ،اعتراض کونکي ځوانان دې نه وهي ټکوي او وربانډې ظلمونه مه کوي .
.