IQNA

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ګروناضد واکسن دوهم ډوز هم پچکاري کړ

15:31 - July 23, 2021
د خبر لمبر: 3484451
تهران(ایکنا) - د رهبرۍ ستر مقام له کرونائی بحران سره په مقابله په تیره بیا د داخلی واکسین په تولید کې د څیړاندو او پوهانو له زحمتونو او مجا هدتونو په قدرونې سره د کرونا ناروغۍ د خپریدا تر بندیدا پورې د روغتیایی رودو د بشپړه رعایتولو په دوام ټینګار وکړ

ايکنا خبري آژانس راپور راکړ،د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن غرمه د کروناضد ايراني جوړ واکسن دوهم ډوز هم پچکاري کړ،او  د واکسن له وهلو وروسته ئي پخپلو څرګندونو کې  وفرمايل،د کرونا ويروس  او ناروغئ د  اوږديدا له امله بايد د روغتيائي پروټوکولونو اجرا او رعایتول سست نشي او بايد ځلک لازيات احتياط وكړي.
ډ اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز په ايران کې د واکسينشن پر سست بهير په افسوس کولو سره ووئيل،له بهر اخستل شوي واکسن په موقعه نه دي سپال شوي ځکه د واکسينشن بهير هم سست شوی چې باید  له ایراني جوړ واکسنه لازياته استفاده وشي.
حضرت آيت ا.... العظمی سيد علي خامنه ای د خپلو څرګندونو په دوام کې حکومتی او غیر حکومتی ادارې ژمنې کړې او وې وئيل، د خوزستان ولایت د خلکو مشکلات او مسایلو ته جدی پاملرنه وشی .
د رهبرۍ ستر مقام نن د ایران د برکت کوو واکسین د دوهم ډوز له ترلاسه کولو وروسته د خوزستان د خلکو مشکلاتو ته اشاره وکړه او ویې فرمایل په وروستیو ورځو کې واقعا یوه دردونکی اندیښنه د خوزستان د اوبو او د خلکو دمشکلاتو مسئله وه .
هغوی د خوزستان د اوبو او د اهواز ښار د فاضلابو په اړه د ډیرو مخکنیو سپارښتنو په نه رعایتیدا په ګیلې کولو سره زیاته کړه که هغو سپارښتو ته پام شوی وې نو په مسلمه توګه اوسنی وضعیت به نه رامینځته کیده چی د خوزستان وفادار خلک له دغو ټولو امکاناتو ، طبیعی وړتیاواو په دغه ولایت کې د کارخانو له شتون سره سره ناراضی و خپه کړی .
حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای جوته کړه خلکو خپل خپګان څرګند کړ  خو له هغو هیڅ ګیله نشی کیدلې ځکه چی د اوبو مسئله او هغه هم د خوزستان په ګرمې هوا کې وړکوټی مسئله نده .
هغوی د سپیڅلی دفاع  د اتو کلونو د مشکلاتو په لومړنۍ کرښه کې د خوزستان د خلکو سرشیندونکی او وفادارانه شتون ته په اشارې سره وفرمایل دغه خلک باید له مشکلاتو سره مخامخ نشی او که په خپل وخت د خلکو مشکلاتو پام شوې وای نو دغه وضعیت به نه رامینځته کیده .
حضرت ایت ا... خامنه ای په عین حال کې خلکو ته  د دښمن د دسیسو په وړاندې  د څارنې سپارښتنه وکړه او ویې فرمایل دښمن په دې پسې دې چی  له هر څیز د هیواد ، انقلاب او د خلکو د ګټو پرضد استفاده وکړی . پر دې اساس باید خیال وساتل شی چی د هغو لاس ته پلمه ورنکړل شی .
د رهبرۍ ستر مقام همداراز له کرونا سره په مقابله په تیره بیا د داخلی واکسین په تولید کې د څیړاندو او پوهانو له زحمتونو او مجا هدتونو په قدرونې سره د کرونا ناروغۍ د خپریدا تر بندیدا پورې د روغتیایی رودو د بشپړه رعایتولو په دوام ټینګار وکړ .

3985816

captcha