ایکنا خبري آژانس د اباؤت اسلام نومې انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ ، د ا لرّحمن ښکلي جومات، د ملایشیا د کلانتن صوبې له مرکز کوتا بهارو سره نزدې په پولاؤ ګاجا واړه کلي کې د یوه جهیل دپاسه واقع شوی دی .
دالرحمن جومات معماري د ملایشیائی معمارۍ له دودیز سټایل څخه اغیزمن دی او په شاوخوا کې ئې طبعیي لرلید ډير ښکلی او آرامبخښونکی دی او دا ئې د ملایشیا په یوه تر ټولو ښکلي جومات بدل کړی دی . د ملایشیا د ۲۰۱۰ کال د ملی سرشمیرنې د راپور په اساس ، ددغ هیواد کابو یو شپيته اعشاریه درې فی صدي نفوس د اسلام دپاک دین پیروکار دي
که څه هم اسلام کابو اوه سوه کاله مخکې دغه هیواد ته وارد شوی ،خو داروپائي استعمارپالو څه د پاسه څلور سوه کلن نیواک چې په په ۱۹۵۷کال کې پاي ته رسیدلی، د ملایشیا په ټولنې کې ددغه دین د څنډې ته کیدا لامل شو ی .
ددغه هیواد له خپلواکۍ وروسته اسلام یو ځل بیا د ملایشیا په ټولنې کې مرکزیّت وموند او ددغه هیواد خلکو داکثریّت په دین بدل شو .
په ملایشیا کې د الرحمن جومات د په زړه پورې منظر ویډیو ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .