ایکنا خبری آژانس د فلسطین ایپس خبری سایټ له قوله راپور راکړ ، شهاده مشاهره له هغه وخت څخه چې سترګې ئې رڼې کړي ، پلار ئې پخپل څنګ کې نه دی لیدلی ،ځکه چې دجنایتکار رژيم په زندان کې بندي دی . شهاده مشاهره د نیواکي قدس په ختیځ کې د الواحره کلي اوسیدونکي ده او خپل پلار سره ئې وخت په وخت په بند کې کتلي او ځان ته ئې په دغې کتنې سره ډاډ ورکاوه او همدغه لیده کاته ئې امیدونه وو ، چې د ټول قرآن کریم د حفظ کولو په څير په بریالیتوبونو او معنوي چارو کې د هغې د پرمختګ سبب شول .
شهاده مشاهره په یولړ څرګندونو کې وائي ، له پلاره له لیریکیدا سره سره ، تل پخپلو فعالیتونو پسې وه ، په تیره بیا د قرآن کریم د حفظ په زمینې کې مو هڅې کولې ، او د ما دبریالیتوب اصلي انګیزه زما مور ده .
میرمن مشاهره د قرآن کریم حفظ کولو ته دمخه کولو په باب ټينګار کوي ، دخداي د رضایت ترلاسه کول او دا چې دقرآن حفظ کول خپل مور پلار ته ډالۍ کړم ، ددې موضوع دلیل دی . پلار مو په زندان ې د نور نومې دقرآن د حفظ دمرمز مسئول دی او په نظر کې لري ، د قرآن د حفظ کونې په باب یو کتاب چاپ کړي چې د وحي د آیتونو د حفظ کولو بهیر به آسان او تثبیت کړي .شهاده مشاهره د ټول قرآن کریم د حفظ کولو په باب خپل او دخپل مور پلار احساس نه بیانونکی ګڼي او وائي ، هیله مو دا ده چې د پلار نامه مو د بندیانو په مبادله کونې کې راشي ا و هغه د نیواکګرانو له بنده خوشی شي .