IQNA

ملایشیا دحلال محصولاتو د بازار موندنې لپاره پانګونه کوي

21:17 - August 02, 2021
د خبر لمبر: 3484485
تهران(ایکنا) -په ۲۰۰۶کال کې د یوه راپور په اساس ، مسلمانانو، په متوسط ډول د آرایشي یا ښکلا او روغتتیائي لوازماتو لپاره شپږ څلویښت میلیون یورو (پنځه پنځوس اعشاریه پنځه څلويښت میلیارډ ډالر) لګولي دي ، چې په دغې حوزې کې ئې ځان ته اوه فی صدي نړیوال لګښتونه بیل کړي دي او دا چاره په وروستیو کلونو کې زیاته شوې ده .

 ایکنا خبری آژانس  راپور راکړ، حلال ، په مختلفو محصولاتو کې دنړۍ تر ټولو مهمه او ډيره کارونکي نښه ګڼل کیدلی شي .د هغو ډيرو محصولاتو لپاره  دغه نښه اوګواهينامه ، چې په اسلامی هیوادونو کې وړاندې کیږي ، ددغو هیوادونو به بازارونو کې د خرڅلاؤ لپاره  یو ضمانت کیدلی شي . دا موضوع حتی د هغو محصولاتو لپاره چې په  غیر اسلامی هیوادونو کې وړاندې کیږي ،ښه ثابیتږي  او دحلال  شونې ګواهي نامه  دمختلفو برنډونو لپاره دمسلمانو مشتریانو یا غوښتونکو  یو ستر بازار رامینځةکولی شي .

ملایشیا د ۲۰۰۶- ۲۰۲۰  کال  د دریم  صنعتی جامع په اړه ، د هیواد د اقتصاد  اصلی محرک ، دحلالو په صنعت  بدلول پخپلې ایجنډا کې راوستي دي ،په همدې دلیل  دملایشیا حکومت  په دغه هیواد کې د مختلفو شرکتونو د شتون لپاره شرائط آسان کړي دي.

ایکنا خبری آژانس  راپور راکړ، حلال ، په مختلفو محصولاتو کې دنړۍ تر ټولو مهمه او ډيره کارونکي نښه ګڼل کیدلی شي .د هغو ډيرو محصولاتو لپاره  دغه نښه اوګواهينامه ، چې په اسلامی هیوادونو کې وړاندې کیږي ، ددغو هیوادونو به بازارونو کې د خرڅلاؤ لپاره  یو ضمانت کیدلی شي . دا موضوع حتی د هغو محصولاتو لپاره چې په  غیر اسلامی هیوادونو کې وړاندې کیږي ،ښه ثابیتږي  او دحلال  شونې ګواهي نامه  دمختلفو برنډونو لپاره دمسلمانو مشتریانو یا غوښتونکو  یو ستر بازار رامینځةکولی شي .

 دتمو په اپوټه ، حلال محصولات ،یوازې دخوراک او څښاک په حوزې کې نه وړاندې کیږي ،په حقیقت کې  په مختلفو حوزو کې په ډيرو محصولاتو او خدماتو کې ، دحلال شونې ګواهي نامه ترلاسه کیدلی شي . دغه ګواهي د خواړو او حښاک په څير پر حوزو سربیره ،د منسوجاتو قالیو ،کمپیوټري  او انټرنیټي خدماتو په څير په برخو کې  او همداراز  د ټوریزم،ټرانسپورټ  او نورو ډيرو موردونو کې هم صادریدلی شي .

په اسلامی هیوادونو کې ملایشیا ، د مختلفو محصولاتو تولیدونکو اوشرکتونو ته دحلال شونې د ګواهۍ په ورکولو کې یو مخکښ هیواد دی .د حلالو محصولاتو په حوزې کې د ملایشیا د پراخو پانګونو ترڅنګ د حلال شونې له نښې  په ملاتړ کې ددغه هیواد د حکومت سیاستونه، لامل شوي دي چې ملایشیاد انډونیشیا ترڅنګ په جنوب ختیځي آسیا سیمې کې ، یو ډول د حلالو محصولاتو د تجارت په  یوخ رکن  بدل شي . یوه هغه حوزه چې د حلالو ګواهي پکې صادریږي ،روغتیائي او آرایشي یا د ښکلا محصولات دي . په اسلامی هیوادونو کې د بیوټیشن لوازمات او روغتیائي محصولات ، د نړۍ د نورو سیمو په څير  خپل مشتریان یا غوښتونکي لري  او په همدې دلیل په سیمه ایز اونړیواله سویه د لازیاتو برنډونو لپاره له ډير اهمیّته برخمن  دي .

3987526

captcha