ایکناخبری اژانس راپور راکړ ، سید علی عابد نقوي ، دپاکستان د ولسمشرۍ او د قرآني شخصیّت دجایزې ګټونکی، مشهور متفکر او په پنډۍ کې د ایران د کلتوري خونې د قرآن کریم د زده کړې دبرخې پخوانی استاذ هم دی .
هغه څه موده مخکې دیوې اوږدې ناروغۍ له کبله په حق رسیدلی دی . د پاکستان دغه قاري دپاکستان په مسلمانې ټولنې کې په تیره بیا د اهل تشیّع او اهل تسنن ټولنو کې په قرآني زمینې کې ډير زیات فعالیتونه او خدمتونه کړي دي .
په اسلام اباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت دکلتوري سلایار داعلان په اساس ، خداي بخښلی سید علی عابد نقوي ، په اسلام اباد کې د قرآن کریم دنړیوال قصر د جوړونې لپاره هم ډيرې هلې ځلې کړي ا و ددغو هلوځلو په نتیجې کې په اسلام اباد کې د قرآن کریم د قصر جوړیدل پیل شوي دي .
خدای بخښلي عابد نقوي پخپل برکتناک عمر کې دقرآن کریم دلوستلو ،قراءت ،تجوید پشمول دقرآنی علومو دپراختیا لپاره ډيرې ارزښتمنې هلې ځلې کړي دي .
سید علی عابد نقوي په پاکستان کې یو ټولینز شخصیّت ؤ او هر کلا به ئې د قرآن او اهل بیت (ع) په عنوان سره ، چې د باؤري روایتونو په اساس ، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دوه میراثونه دي ، د پاکستان شیعه او سني غوره قاریانو، سیاسی او کلتوري او علمي شخصیتونو په شتون سره او د اسلام اباد د جامعه امام لصادق په شبستان او ستر هال ې د الصادق فاؤنډیشن په ملګرتیا سره ترسره کول .