IQNA

د مصر د مشهور قاري د وفات کلیزه ده

15:29 - May 09, 2022
د خبر لمبر: 3485778
تهران ( ایکنا) ـ شیخ محمد رفعت د قران کریم لومړنی قاري و چې له راډیو څخه د قران کریم د خپرولو د جایز بللو په هکله د الازهر پوهنتون د شیخ له فتوا وروسته خپل رسندوي تلاوت د قران کریم په فتح سورې سره پیل کړ .

ویل کیږي هغه د خپل ګټور ژوند په پاې  کښې د بریتانیا راډیو د مصر د دغه قاري د قران کریم د هود سورې تلاوت تر دریو ورځو پورې په یوه جومات کښې چې ګڼ شمیر خلکو پکښې ګډون درلودلی دی ضبط کړی دی او دغه غږیږ تلاوت همدااوس د بریتانیا د میوزیم ویاړ ګڼل کیږي .

ایکنا خبري اژانس وايي محمد رفعت د اتلس سوه دوه اتیایم میلادي کال د مي د میاشتې په نهمه نیټه په قاهرې کښې وزیږید او هغه دوه کلن و چې د عفونت او د التهاب په ناروغۍ باندې دککړیدا په وجه ړوند شو او د هغه ژوند له هماغه لومړیو څخه لاره بدله کړه .

محمد رفعت له ماشومتوب څخه له قران کریم سره دلچسپي لرله او دا داسې پیښه وه چې په کورنۍ کښې یې رامینځته کیدله او محمد رفعت هم د خپلې کورنۍ په تیره بیا د خپل پلار لاره غوره کړه یعني قران کریم یې زده کړ .

په نولس سوه څلوردیرشم میلادي کال کښې د مصر راډیو کار پیل کړ او له شیخ محمد رفعت یې وغوښتل چې د قران کریم د لومړي قاري په توګه په دغه راډیو باندې تلاوت وکړي .

پر دې اساس د لومړي ځل لپاره د قران کریم د فتح سوره د شیخ محمد رفعت په غږ سره د مصر له راډیو خپره شوه .

شیخ محمد رفعت په هغه ځانګړي وس سربیره چې د قران کریم له ایتونو سره د غږ په غږمله کولو کښې یې درلود «سید اذان ګویان »ګڼل کیږي او د شیخ محمد رفعت د اذان له اوریدو وروسته ګڼ شمیر خلک مسلمان شول .

د مصر په یوه جومات کښې د تلاوت په وخت د هغه د مرې ښخیدل داسې ترخه پیښه وه چې هلته د موجودو کسانو د ژړیدا سبب شول ځکه چې هغه هڅه کوله تلاوت ته دوام ورکړي خو ونه توانید او په خپګان سره له خپل ځایه پاڅیده او خلک په دغه صحنې لیدو سره وژړیدل .

د اسلامي نړۍ دغه مشهور قاري د نولس سوه پنځوسم میلادي کال د مي په ۹ نیټه په ۶۸ کلنۍ کښې وفات شو او هغه اوس هم د اسلامي نړۍ د تلاوت د اسمان د یوه ځلانده ستوري په توګه ګڼل کیږي .

3477311

بچوې: قران
captcha