عبداللطيف القانوع نن له الجزيره ټي وي چېنل سره په مرکه کښې وويل: د حماس د مشرانو هدف ګرځولو په اړه د اسرائيلو ګواښونه څه نوې موضوع نه ده او په حقيقت کښې چټي او مېنځ تشې څرګندونې دي.
القانوع زياته کړه، د اسرائيلو غاصب رژيم د مقاومت د هر يو مشر د هدف ګرځولو په اړه د هر ډول حماقت د ارتکاب په صورت کښې به ځان ته د دوزخ دروازې خلاصې کړي. هيڅوک د دې مخه نه شي نيولې چې فلسطيني ملت دې خپلې دفاع ته راپاڅيږي او له نيواکګرو سره د فلسطين د مقاومت مقابله په حکمت او اقتدار سره مخ په وړاندې روانه ده.
د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه هم وويل: د حماس د مشرانو د وژلې په اړه د صهيونېسټ رژيم ګواښونه هيڅکله مونږ د فلسطين له مقدساتو څخه له دفاع، خپل وطن ته له ستنېدو او د اسيرانو له آزادۍ هيڅکله ډډه نه شوو کولې.
په غزه کښې د حماس مشر يحيی السنوار هم د ځان په خلاف صهيونېسټ رژيم د نويو ګواښونو په ځواب کښې وويل: زمونږ ژوند په طبيعي توګه دوام لري او له چا ويره نه لروو.
يو شمېر پخوانيو اسرائيلي چارواکو ، استازيو او خبريالانو د قدس له نړيوالې ورځې سره په يو وخت په واضحه توګه د غزې په تړانګه کښې د حماس د مشر يحيی السنوار د وژلو غوښتنه وکړ. هغوي السنوار د تل ابيب په ختيځ کښې د العاد نومې دوو مقاومتي عملياتو ذمه وار وبلۀ، هغه عمليات چې د تېر زيارت په شپه ترسره شول او د دريو صهيونېسټانو د وژلې او شمېر نورو د ژوبلېدو سبب شول.