IQNA

د انډونیزیا د قران معلم په سائیکل باندې حج ته روان شو

14:39 - June 14, 2022
د خبر لمبر: 3485886
تهران(ایکنا)- د انډونیزیا هیواد د قران کریم یو معلم د حج تمتع د ترسره کولو لپاره

د انتظار د کمولو لپاره په سائیکل باندې سعودي عربستان ته سفر کړی دی.

ایکنا خبري اژانس د سعودي ګزټ په قول راپور ورکړی دی د انډونیزیا معلم محمد فوزان له تیرو اوه نیمو میاشتو راهسې دغه سفر پیل کړی.

د انډونیزیا دغه ځوان د تیر میلادي کال د نوامبر د میاشتې په څلورمه نیټه په مرکزي  جاوه سیمه کښې له ماګلانګ  سیمې څخه خپل سفر پیل کړ او تیره اونۍ مکې ته له رسیدا وروسته یې عمره مفرده ترسره کړه.

هغه به د انډونیزیا له نورو حاجیانو سره یوځاې شي.

انډونیزیا روان کال عربستان ته زیات زیارتوال استوي  چې شمیر یې څه د پاسه یولک کسانو ته رسیږي.

تراوسه د انډونیزیا یویشت زره زیارتوال مدینې ته رسیدلي دي.

د انډونیزیا دغه ځوان وویل زما اراده د حج ترسره کول او په مکې، مدینې او په بیت المقدس کښې د مسلمانانو د دریو سپیڅلیو جوماتونو یعني د مسجدالحرام ، د مسجد النبي او د مسجد الاقصی زیارت کول دي.

هغه وویل د حج له ترسره کولو وروسته د الاقصی جومات د زیارت لپاره په سائیکل باندې فلسطین او دغه راز د فارس خلیج د څنډې نورو عربو هیوادونو ته د سفر کولو اراده لرم.

د انډونیزیا دغه ځوان فوزان په یوې مرکې کښې وویل په سائیکل باندې سفر کولو سره د زیارت کول هغه تر ټولو ښکلي بیلګه ده چې  خدای پاک ج په کوم ډول امکانات برابروي چې عادي خلک یې داسې تصور کوي چې هغه ناممکن دي.

هغه زیاته کړه ټولو خلکو ما ته وویل چې د دغه سخت ماموریت ترسره کول د ستا لپاره غیر ممکن دي ، خو همدا اوس هغو ته دغه ورښودلی شم چې خدای پاک زما لپاره دغه کار مکمن کړی دی.

د انډونیزیا دغه ځوان په دوام کښې وویل د انډونیزیا خلک معمولا د حج تمتع لپاره د نوم له لیکلو وروسته باید  کابو څلویښت کاله انتظار وکړي چې د دوې نوبت راورسیږي.

خو زه د اسلام د تر ټولو سپیڅلیو ځایونو د زیارت کولو او د حج د ترسره کولو لپاره ډیر بې کراره وم  او له دې کبله مو د خپل معاش د پیسو په غونډولو سره د دغه سفر سریزې پیل کړې.

د انډونیزیا ځوان فوزان د سفر له ستړیا سره سره په روژې مبارکې میاشت کښې روژه ساتله او په سنګاپور او مالیزیا کښې یې په خپله لاره کښې په راتلونکو جوماتونو کښې روژه ماتی کاوه.

هغه کوچنی اختر یعني عید فطر په مالیزیا کښې ولمانځه.

ریاض ته په رسیدا سره په سعودي عربستان کښې د انډونیزیا سفیر عبدالعزیز احمد د هغه هرکلی وکړ.

د انډونیزیا دغه ځوان په یوې اونۍ له ریاض څخه مکې ته ورسید.

هغه کابو نهه سوه کلومیټره په سائیکل باندې سفر وکړ او له هغه ځایه بیا جده ته لاړ او هلته د انډونیزیا سرکنسول د هغه هرکلی وکړ.

 

https://iqna.ir/fa/news/4064043

 

 

captcha