IQNA

د حج له امنیتي کولو سره د مقابلې نړیوال کمپاین پیل شوی

16:41 - June 18, 2022
د خبر لمبر: 3485894
تهران(ایکنا)-د بشري ، د اسلامي او د سیاسي حقوقو ارګانونو د الهي امن حرم د زیارتوالو لپاره

د عمرې او د حج په امنیتي کولو کښې د سعودي عربستان له اقدام سره د مقابلې لپاره یو کمپاین پیل کړ.

ایکنا خبري اژانس د عربي یویشت په قول راپور ورکړ د بشري او سیاسي حقوقو ارګانونو ، علماو ، واعظانو او ډیرو مسلمانانو شخصیتونو د عمرې او د حج د دوسیو په هکله د سعودي عربستان د چارواکو له سیاسي اقداماتو سره د مقابلې لپاره یو  کمپاین پیل کړ.

په دغه کمپاین کښې ګډون کونکو « حج امنه نه دی» په نوم سره یوه بیانیه خپره کړه او پکښې یې وویل؛د سعودي عربستان د حکومت په جغرافیې کښې د سپیڅلیو ځایونو شتون دغه هیواد د حاجیانو د حقوقو احقاق ته ژمن کوي ، په دې دلیل نه  چې عربستان تر ټولو ښه هیواد یا تر ټولو ښه حکومت دی بلکې په دې دلیل چې مکه او مدینه د عربستان په جغرافیایي محدودې کښې دي او دغه چاره د سعودي عربستان د حکومت لپاره لازمي ده.

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي د سعودي عربستان حکومت باید حج ته اړونده چارې منظمې کړي او اسانتیا پکښې راولي او د ټولې دنیا په وړاندې په خپل کامل مسوولیت باندې عمل وکړي پرته له دې چې په چا باندې احسان وکړي یا کوم مشکل او کړاو رامینځته کړي او دغه موضوع د هغو واکمنانو مسوولیت دی چې سپڅلي ځایونه د دوې د حکومت تر امر لاندې په ځمکه کښې دي او حتی د جاهلیت په وخت کښې یعني له اسلام څخه مخکې هم دغه مسوولیت موجود و.

په دغه بیانیې کښې د سعودي عربستان حکومت تورن شوی دی چې په قصدي ډول  یې حرمین شریفین په واضح ډول او بیا بیا توګه سیاسي کړی دی او حج او عمره یې د ځپونکو رژیمونو د ملاتړ لپاره یوه لاره او د مخالفانو د تصفیې لپاره د یوې وسیلې او د ځپلو لپاره یو اوزار ګرځولی دی.

د دغه بیانیې لاسلیک کونکو د الهي حرم د میلمنو د نیولو ، تمې ورکولو یا د ظلم د وسیلې او د سیاسي اوزار په توګه له حج او عمرې څخه د استفادې په ردولو او غندلو سره ټینګار وکړ او ویې ویل ټول  اسلامي او حقوقي ارګانونه او د علماو ټولنې باید د بیت الله الحرام او د مسجد النبي د مشکلاتو په ختمولو کښې په خپلو دندو باندې عمل وکړي او د عمره کوونکو او د حاجیانو حقوق د خپلو حقوقو او اصولو په فهرست کښې شامل کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4064845

captcha