ایکناخبری آژانس دپارس ټو ډې له قوله راپور راکړ ،د افغانستان په باب د لویدیځ په تیره بیا دامریکامشخصو دریځونو ته په پام سره له افغانستان سره د دوي مرستو ته څه خاص تمه نشته ، خو د افغانستان ولس په انتظار کې دي ، چې داسلامی هیوادونو دیوه اورګان په توګه د اسلامی ملګرتیا موسیسه ، د مالی مرستو د ترلاسه کولو او لیږدولو لپاره په لازمو غږملتیاؤ او امکاناتو غونډولو سره ، د افغانستان د مظلوم او کړیدلی ولس ژغورنې ته ودانګي .
د افغانستان د مسئلو یو کارپيژاند سروش امیري په دې باب وائي ، په داسې حال کې چې لویدیځ په سیاسی دلیلونو سره افغانستان هیر کړی دی ، او دغه وضعیّت ته څه توجه نه لري ، اسلامي هیوادونه دافغانستان له ولس سره د مر سته رسونې لپاره له دروند مسئولیّت سره مخامخ دي ، او باید یوازې د اعلامیو په صادرولو بسنه ونه کړي ، د افغانستان ولس نه یوازې داقتصادي اومعیشتي له نظره له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ دي بلکې د مرسته رسونې او دکنډوالو د پاکولو د امکاناتو له نظره هم په ډيرې تنګڅې کې دي .
پر دې اساس د افغانستان د ولس پر مصیبتونو د ن ړیوالو سترګو پټول ، یو نه بخښونکی جنایت دی . ځکه په دغه هیواد کې انساني مسئلې باید له سیاسی موضوعګانو سره ونه اغښل شي او میلیونونو اړمن انسانان پخپل حال پرې نه ښودل شي . په دې باب دامریکا بې پروائي نه یوازې په افغانستان کې د انساني غمیزې په وړاندې د دوي بې مسئولیتي ښئ ،بلکې د دوي پر ټنډې د بې ننګۍ داغ هم حسابیږي چې تل دخپلو سیاستونو او غوښتو په اساس ، د انساني حقوقو څخه د ملاتړ ډنډورې وهي .
په دې باب د افغانستان د چارو یو بل شناندی علی واحدي هم وائي ، امریکا هیڅکله هم دافغانستان د ولس ترڅنګ نه ده او دافغانستان ولس ته یوازې د خپلو ا ستعماري سیاستونو په اساس سترګې غړوي او اوس ئې هم د افغانستان د ولس د شتمنیو په مصادره اوکنګل کولو سره ښودلې ده چې ددغه هیواد دولس وضعیّت دو اشنګټن لپاره هیڅ اهمیّت نه لري .
په هرحال ، دافغانستان ولس چې د ژوند په تیره بیا د وروستیو زلزلو له امله په ترټولو بدو شرائطو کې ژوند کوي ،له بل هر وخته زیات مرستندویه اقداماتو ته اړتیا لري . په دې مینځو میان کې د نورو هیوادونو په نسبت له اسلامی هیوادونو څخه د افغانستان د ولس تمه له زیاته ده .
پر دې سربیره دافغانستان ولس تمه لري ، د افغانستان ګاونډیان او هغه هیوادونه چې په افغانستان کې د اقتصادي ګټو په ترلاسه کولو پسې دي ، پر نورو د نیوکو په ځاي پخپله ډګر ته ودانګي او له غم ځپلو سره دمرستو لپاره افغانستان ته خپل کمکونه ولیږدوي ، ځکه د افغانستان ولس په دغو شرائطو کې نه یوازې بې هوده زړه سواندۍ ته اړتیا نه لري ،بلکې پخپله ، خپل د ښمن او دوست په ښه ډول تشخیص کولی شي .
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i117686