IQNA

قرآني سورې /14

ابراهیم سوره د الهي پیغمبرانود موخو پرمشترکوالي ټينګار کوي

17:43 - June 25, 2022
د خبر لمبر: 3485922
ایکنا-(تهران ) د قرآن کریم په ابراهیم سورې  د پیغمبرانو درسالت موضوع په جدي توګه مطرح کیږي  او د آ یتونو بیانول داسې دي چې پيغمبر یا یوه خاص قوم ته پکې اشاره نه ده شوې ، له دې امله  ویل کیدلی شي ، درست پیغمبران  په یوې لارې سم دي  او هڅه ئې په یوه ګډ پروګرام سره  د خلکو دهدایت لپاره  ده .

د قرآن کریم څوارلسمه سوره  د ابراهیم سوره نومیږي . دغه سوره چې دوه پنځوس آیتونه لري او د قرآن کریم په دیارلسمې سپارې یا جزوې کې ده،په مکې نازله شوي یوه سوره ده او دوه اویایمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم (ص)نازله شوې ده .

په ابراهیم  باندې ددغې سورې نومولو علت ، دحضرت ابراهیم نبی د ژوند بیانول دي . هرڅوک  وغواړي ،  حضرت ابراهیم علیه السلام  د قرآن کریم په معرفۍ سره وپيژني ، نو  په لومړنۍ مرحلې کې  دا سوره ده چې  هغه خپل ځان  ته کاږي ، یوه داسې سوره چې  یوازې ابراهیم په نامې سره پيژندل کیږي . دغه الهي پيغمبر ئې پخپلو دعاګانو سره راپيژڼدلی دی  او دا یوازینۍ سوره ده ، د قرآن کریم دسورو په مینځ کې  ئې چې د ابراهیم دعاګانې  هغه ته وریاد کړي دي ، چې  د قرآن کریم  دخاصو دعاګانو برخه حسابیږي .

د ابراهیم سورې درسته فضاپه معرفتي ، عقلي او عقیدتي اساس برابره شوي او  د لمانځه له قایمولو  او ښکاره او پټ انفاق سره اړونده دمومنانو لپاره یوازینی  فرمان او عملی سپارښتنه ده .

د ابراهیم سورې اساسی موضوع ، توحید،د قیامت بیانول   او دانسانانو دعملونو محاسبه ده . علامه طباطبائی د سورې اصلی چورلیز او محور قرآن ګڼي ، له دې اړخه ، چې  د پیغمبر پررسالت  یو آیت او نښه ده ،  چې   په دې سره  انسانان ،  له تورتمه د نور  وآخوا او دخداي سبحانه لارې  ته ،یعني د هغه خداوند لارې ته چې هم عزیز او حمید دی هدایتوي  او هم  لکه څنګه چې خداوندمتعال پرټولو دنعمت ډالۍ کونکی دی ،باید چې دنیکمرغۍ لپاره دهغه بلنه  ومني  او  دهغه له عذابه وحشت  او ویره ولري .

ددغې سورې نور چورلیزونه د الهی رسوالانو رسالت دی ، چې په اساس ئې ، درست نبیان په یوه هدف پسې  وو . د سورې  د پام وړ برخه ، د رسولانو  له خپلو مخالفانو سره د خبرواترو او یا مخامخیدنې کوم خاص پيغمبر له مشخص کیدا پرته وړاندې شوې ده .  د الهی رسولانو کلی اصول او دریځونه  او د دوي دمنکرانو عکس العمل په دغې سورې کې  غونډ شوي دي .

 په دغې سورې کې  د رڼا او تورتم یا نور او ظلمت یعني ؛طیبه  و خبیثه ؛ په څير دمخامخیدنې بیانول د  الهي پیغمبرانو دبرخلیک یو مختصر راپور دی چې تل  د منکرانو او مخالفانو له صفونو سره مخامخ وو .   

در این سوره بیان تقابل‏هایی مانند نور و ظلمت، «طیبه» و «خبیثه»، قرار و زوال، ثبات و بی‏قراری گزارش مختصری از سرنوشت پیامبران الهی است که همواره با صف مخالفان و منکران مواجه بودند.

تړلې خبرونه
captcha