ایکناخبري آژانس د ایرناله قوله راپور راکړ، د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو سیمو کړیدلي خلک د ایران دا سلامی جمهوریت د انسان دوستۍ د مرستو رسونې په ورین تندي سره قدرونه اوستاینه کوي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې د ټولنې پرسنل د افغانستان په پکتیکا اوخوست ولایتونو کې له زلزله ځپلو خلکو سره په مرستو رسونې بوخت دي .
د ایران اسلامی جمهوریت تر دې دمه د افغانستان دغو زلزله ځپلو سیمو ته د انسان دوستۍ د مرستو څلورمه ستره جوپه هم لیږدولې ده .
په راپور کې وئيل شوي دي ،په یوه ویډیوئي فلم کې د افغانستان دختیځي سیمو زلزله ځپلي خلک د ایران داسلامی جمهوریت د مرستو له ترلاسه کولو وروسته دو دوي د اسلامی او انساني دندو په ترسره کولو قدرونه اوستاینه کوي .
په عین حال کې په افغانستان کې د طالبانو دحکومت چارواکي ا مریکا د افغانستان د ولس په ضد د هغو بانکي بایکاټونو په خاطر چې ددغه هیواد له زلزله ځ پلو سره د مرسته رسونې په بهیر کې دخار پار لامل شوي ، سختې نیوکې کوي .