IQNA

د افغانستان مرګوني زلزله د لویدیځوالو د وجدان لپاره یوه آزموینه

ایکنا-(تهران )الهی آفتونه زیاتره داسې وي چې د هر زړه لرونکي وجدان ورسره خپه کیږي،خو ځيني وجدانونه که څه هم د انسانیّت په پوښښ کې وي ، خو هیڅکله هم  نه ويښيږي .

ایکناخبری آژانس راپور ورکړ،د چنګاښ د میاشتې په لومړي سهار وختي یا هماغه نیمه شپه،د افغانستان په ځينو ختیځي ولایتونو کې بوږنونکي او مرګوني زلزله رامینځةشوه چې کابو یو زر پنځه سوه کسان ئې قرباني کړل او دغه راز ئې په زرګونو نورهم ټپیان او په زرګونو کورونه ئې هم ویجاړ کړل.داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان ټولنه د امریکا او لویدیځوالو په بندیزونو سره او د طالببانو له حکومت سره په تعامل کې د لویدیځوالو د زیاتو محدودیتونو په دلیل،په انزوا کې واقع ده او له دغه زلزله ځپلي هیواد سره د مرستو دنه منظمولو په باب له نړیوالې ټولنې  غوښتنې  له سیاسی محاسباتو سره دوام لري .

په دې اړه د ځينو ویدۀشوو انساني وجدانو د ویښولو لپاره د افغانستان د ختیځي ولاستونو د زلزله ځپلو سیمو یو انځوریز راپورهم ستاسوخدمت ته وړاندې کوو .