IQNA

قرآنی سورې [16]

د نحل سوره؛ بې شمیرالهي نعمتونه بیانوي

16:39 - July 02, 2022
د خبر لمبر: 3485947
ایکنا- (تهران )د مونږ په شاوخوا کې ډير الهمي نعمتونه شته دي. ددغو نعمتونو په باب ځينی خلک فکر کوي  او ځيني هم ورڅخه په بې پروائۍ سره تر څنګ تیریږي .نحل سوره، ددغو ځینو الهي نعمتونو په شمیرلو سره ، د انسانانو د معنوي ودې په خاطر ، دوي په دغو موردونو کې تفکر ته بولي .

د نحل سوره؛ بې شمیرالهي نعمتونه بیانوينحل سوره ،د قرآن کریم شپاړسمه  ، او په مکې مکرمې کې نازله شوي سوره ده  چې د قرآن کریم په څوارلسمې سپارې کې  او په یوسل اته ویشتو آیتونو سره واقع شوې ده . دا اویایمه سوره ده چې د اسلام پر پيغمبر نازله شوې ده

ددې سورې مشهوره نامه ؛نحل؛ ده ، ددغې نومونې  دلیل  هم دا دی چې په دغې سورې کې په ۶۸آیت کې نحل (د شهتو مچئ) ته اشاره شوې ده . البته  په دغې سورې کې ډیرو نعمتونو ته اشاره شوې ده ، خو  البته د شهتو مچئ ته له حیرانتیا او معني ډکه لنډه اشاره شوې ده . ددغه مچئ  ځينو خاصیتونه بیان شوي دي  او دځينو  نورو کشفیدا د مخاطب پر غاړه اچول شوي دي .

 د نحل سورې اصلي چورلیزد الهمي نعمتونو ذکر کول دي . په دغو نعمتونو کې باران  یا ورښت ،د لمر وړانګې ،  ډول ډول بوَټي  او میوې او خوراکي مواد او چارپائ یا ځنانور شاملیږي .ددغې سورې د آيتونو په اساس ، د الهي نعمتونو شمیرل  په پنځو موخو سره ،یعني د شکر کونې ، هدایت، تفکر ، د حق دبلنې  او دیادونې په وړاندې تسلیمیدا  په مخو سره  بیان شوي دي .

ددې سورې بله برخه د عدل او احسان  او د هجرت ، جهاد او له فحشاؤ او منراتو  او ظلم او ستم او د  وعده خلافۍ څحه د نفي کولود حکم د ورکولو او همدارازد نعمتونو شکر کونې د بلنې، په څير د بیلابیلو اسلامی  احکامو بیانولو ته بیله ده ، او ابراهیم،په همدې لړکې په څو آیتونو کې د یوه شکرکونکي بنده په توګه  د توحید  اتل بلل شوی دی .

یوه بله موضوع چې په دغې سورې کې ورته اشاره شوې ده ،پر یهودیانو د شنبې ورځې د درنښت واجبیدل دي ،پر دغې موضوع په یوسل څلورویشتم ایت کې ټینګار شوی دی . ددغه آیت په اساس ،خداي تعالی د شنبې ورځ د یهودیانو لپاره د چټۍ په توګه  ټاکلې ده ، په داسې حال کې چې ځینو یهودیانو په دغې ورځې  ددغه حکم په وړاندې شکړ کړی او ورڅخه ئې پيروي کړې ده  خو یو شمیر  نورو له دغه الهي امره سرغړولی دی  او دخداوندمتعال  له خوا سزا شوي دي .

تړلې خبرونه
captcha