انسان د آدم (ع) له نسله او د هغه ماندینه حوَا ده . حوَا ،لومړنۍ میرمن ، او د بشر دنسل مور ده . د قرآن کریم په وینا ،آدم(ع) یوه ماندینه درلودلې ده ، «يا آدَمُ اسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ: ؛ ائ آدم ! ته له خپلې ماندینې سره په جنت کې هستوګن شه::: په قرآن کې ددغې ماندینې نامه ذکر شوي نه ده او حدیثونو او تفسیرونو د هغې نامه ؛حوَا؛ ذکر کړې ده . مفسّرانو، د ؛حوا نامه له ؛ حَیَ ؛کلمې څخه (ژوندی موجود)راخستل شوی بللی دی . له دې اړخه ، چې هغه د درستو ژوندیو مور ده .
قرآن کریم ،د آدم(ع) پنځون ، له خاورې او خّټو بللی دی ، خو د حوَا پنځیدا جزیاتو په باب ئې څه نه دي وئيلي . دقران کریم په یوه آیت کې وئيل شوي دی چې خداوند ،لومړی آدم وپنځوۀ او بیا ئې (له پاتې خَټو) دهغه ماندینه خلق کړه . «خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا» (د زمر سوره =۶)
ددغه آیت په اساس ، خداوند انسانان ، له یوه نفسه(نفس واحدهّ) وپنځول . زیاتره مفسّران ، له ؛ یوه نفسه ؛ مقصد ،حضرت آدم او له زوج ؛ څخه مطلب ؛حوَا ګڼلې ده .
په نساء سورې کې هم له ؛ نفسِ واحده ؛ څخه ددرستو انسانانو پنځیدا ته اشاره شوې ده او وئيل شوي دي چې خداوندمتعال دآدم ماندینه هم دهغه له جنسه خلق کړې ده ، او هردواړو ئې ، د مځکې پر مخ ډير زیات سړي او ښځې خورې کړي دي . «خَلَقَکُمْ مِنْ نَفْسٍ واحِدَهٍ وَ خَلَقَ مِنْها زَوْجَها وَ بَثَّ مِنْهُما رِجالاً کَثیراً وَ نِساءً» (نساء: 1). پر دې اساس په پنځیدا کې د سړي او ښځې وجودي ګوهر یو دی .
له پنځيدا وروسته آدم او دهغه ماندینه ، د خداي په غوښتې سره په جنت کې هستوګن کیږي . خداي تعالی دوي ته وائي ، چې دلته له هر هغه نعمته چې هرڅومره غواړئ وخورئ ، خو دغې وَنې ته نږدې نه شئ، چې که نږدې شئ ، نو له ستمکارانو به یاست: «يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ» (بقره: 35). خو شیطان هردواړو ته دوکه وکوي او دوي له هغې ممنوعه وَنې څخه میوه خوري او په همدې خاطر له جنته ویستل کیږي او پر مځکې ژوند ته اړ کیږي .
په یهودیّت او مسیحیّت دینونو کې ، حوَا یوه دوکه خوړلي او ګمراه شوي معرفي شوې ده چې شیطان په پیل کې هغې ته دوکه ورکوي او وروسته د دهغې له لارې آدم ته هم دوکه ورکوي ، یعني حوَا د آدم د دوکې خوړلو لامل کیږی . خو په قرآن کریم کې ، آدم او حوَا هردواړه ،په یوه اندازه مسئول پیژندل شوي دي او شیطان هردواړه وسوسه کړي دي . «فَأَزَلَّهُمَا الشَّيْطَانُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ» (بقره: 36).