ایکناخبري آژانس راپورراکړ، دملایشیا هیواد دقرآن کریم د نړیوالو سیالیو د دوه شپیتم پړاؤ مقدماتي مرحله د توجیهي ناستې په ترسره کیدا سره د چنګاښ د میاشتې په لسمه نیټه پیل شوې ده .
په راپور کې وئيل شوي دي ، ددغو سیالیو مقدماتي مرحله چې په غیر حضوری توګه دترسره کیدا په حال کې ده ، له پرونه پیل شوې ده او په دغو سیالیو کې ګډون کونکي آنلاین ،په انټرنیټي فضا کې له ظرفیّت او فرصته په استفادې سره تلاؤتونه کوي . دایران داسلامی جمهوریت استازی مسعود نوري به نن پخپل وار دقرآن کریم تلاؤت وړاندې کړي . هغه نن د اردن او نپال د استازو له اجرا وروسته خپل تلاؤت وړاندې کړي .
مسعود نوري د ایکناله خبریال سره په خبرو کې ددغو سیالیو دلومړنۍ مرحلې آنلاین شونې ته په اشارې سره ووئيل ، څلور ورځې مخکې د ملایشیا د سیالیو مسئولانو د ګوګل دنرم آوزار له لارې د غونډې توجیهي مراسله اعلان کړې او وئيلی ئې دي ،هرڅوک یو ځل پکې برخه اخستلی شي چې دغه تلاؤت به تر اوو دقیقو پورې عنوان شي .