IQNA

په پښتو ژېه؛سلام فرمانده؛حماسی سرود د شهیدانو په سرزمین پاره چنار فضا کې انګازې وکړې

16:48 - July 29, 2022
د خبر لمبر: 3486039
ایکنا-(تهران) د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې پاره چنار په سټیډیم کې چې د شهیدانو په روزونکي ټاټوبی هم مشهور دی ،په پښتو ژبه د سلام فرماندې حماسي سرود په فضا کې انګازې پورته کړې.

په پښتو ژېه؛سلام فرمانده؛حماسی سرود د شهیدانو په سرزمین پاره چنار فضا کې انګازې وکړېایکناخبری آژانس راپور راکړ،پرون د زمري یا اسد د میاشتې په اته ویشتمه نیټه د پاکستان د شهیدانو په سرزمین پاره چنار کې  د ښار په ستر سټيډيم کې د زرګونو زره زده کونکو په پاکو خولو سره  او د لکونو خلکو په شتون کې په پښتو ژبه د نړیوال حماسي سروز ؛سلام فرمانده؛ په زړه پورې سرود په فضا کې انګازې وکړې . په دغو دستورو کې چې دتحریک حسیني پشمول ځاي تنظیمونو له خوا برابرې شوي وې ،د سیمې دیني عالمانو،پوهاندو، سیاستوالانو حکومتي چارواکو،پارلیماني استازو او دغه راز په لکونو عامو خلکو ګډون درلود او له خپلو بچیانو سره یو ځاي ئې  په دغو حماسي او ولولناکو دستورو کې ګډون وکړ.

سلام فرمانده  حماسي سرود له دې مخکې په بیلابیلو ژبو کې ژباړل شوی او ددنیا په کونج کونج کې  انګازې پورته کړي دي . د پاره چنار ښیرازه سرزمین چې د شهیدانو په روزونکي ټاټوبي هم مشهور دی،د خپلې خاورې ددفاع او دغه راز د اهل بیت علیهم السلام دسپيڅلو حرمیّنو ددفاع لپاره ئې په زرګونو شهیدان وړاندې کړي دي،دا ویاړ لري چې د خپلې زمانې د امام حضرت مهدي عجل الله تعالی فرجه الشریف د ظهور لپاره د زمینې دهوارولو په هڅو کې په لومړۍ کرښې کې دي.

 

captcha