ایکناخبری آژانس راپور راکړ،ددغه شان تشت ګذارۍ د دودیزو دستورو د فلسفې په باب وائي،هغه ورځ چې حُر بن یزید ریاحي له خپلو دوه زره عسکرو سره پر حسین ابن علی علیهم السلام لاره بنده کړه ، نو امام حسین علیه السلام کله دحر د لښکر پر څيرو دتندې او ستړیا اثرات ولیدل ،نو د اوبو دکمښت سره سره ئې حکم ورکړ چې بالټي په مشکونو کې دموجودو اوبو په وسیله ډک شي چې هم د حُر لښکریان او هم ئې احشام (سوارلۍ)له اوبو سیر او ماړه شي .
د ایران په ترک میشته ولایتونو کې د بالټیو د کیښودلو یا طشت ګذارۍ دستورې ، د محرم دمیاشتې له جرړه ایزو دستورو سرچینه اخلي . په دغو دستورو کې عزادار د اوبو بالټي وړي چې د فرات داوبو مثال دی چې امام حسین علیه السلام او دهغه اهل بیت علیهم السلام باندې بدنې شوي وې .