ایکناخبري آژانس د بانکوک پسټ له قوله راپور راکړ،څارونکي وائي ، دغه میوزیم چې ټاکل شوې ده دراتلونکي کال ترپاي پورې افتتاح شي،د څوکلتورونو لرونکي یوه هیواد په توګه دتایلینډلیرې جنوب په لور یوه کړکئ پرانیزي .
د تایلینډد حکومت مرستیال ویندوي راچاډا دهنادیرک په یولړ څرګندونو کې ووئيل،چې دغه میوزیم به یوه مهمه جاذبه وي او کتونکي چې دیوې ټولنپالې جامعې په توګه یعني د یوې داسې ټولنې په توګه چې د مختلفو کلتورونو خلک پکې اوسیږي،ددغې سیمې له بډائ تاریخ سره له بلدتیا سره ګروهنه لري ، ځان ته به ئې جذب کړي.
دغه میوزیم،د چینیانو او بودایانو ترڅنګ د تایلینډ په جنوب کې دمسلمانانو د ژوند دتاریخچې یوه برخه هم روښانه کوي.له مختلفو هیوادونو څخه مسلمان کډوال د نورو دینونو لرونکو خلک وسره په سولې اوګډ ژوند کې ښه وخت تیروي .
د میوزیم د ودانۍ جوړولو ډير زر پرمختګ کړیدی.ددې اصلي ودانۍ اوس پيچلي اسلامی طرحې او ځاي معمارۍ ترکیب نندارې ته وړاندې کوي. ددغه میوزیم اصلي ځانګړنه ،د هغو پخوانیو قرآنونوننداره ده چې په شیشه ای الماریانو کې ساتل کیږي .