IQNA

د امام حسین(ع)په پاڅون کې ددرستو فضیلتونو مرکزی ټکی مقاومت او صبر دی

16:40 - August 05, 2022
د خبر لمبر: 3486068
ایکنا-(تهران) د تهران د جمعې لمانځه خطیب ددې خبرې په کولو سره چې مقاومت،استقامت او صبر دکربلا دپاڅون ددرستو فضیلتونو مرکزی ټکی دی ووئیل،کله الهي اهداف او آئيډیاوې غوره کړئ،نو بیا د استقامت وار دی  او ورپسې الهي ځیری درپه برخه کیږي او دا دامام حسین علیه السلام ترټولو لوي درس دی .

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د تهران د جمعې لمانځه خطیب ټينګار وکړ،د ایران داسلامی جمهوري نظام مسئولانو د هیواد اقتصاد ته  له ایټمي خبرواترو سره غوټه نه ده ورکړې او د بندیزونو د شنډولو لاره تعقیبوي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام محمد جواد حاج علی اکبري ددې اونۍ  دعبادي سیاسی جمعې لمانځه په خطبو کې  د نړیوالو ایټمی خبرواترو په باب ووئيل؛د ایران د اسلامی جمهوری نظام مسئولانود هیواد اقتصاد ته دایټمي خبرواترو له بهیر سره غوټه نه ده ورکړې  او د بندیزونو دشنډولو لارې چارې تعقیبوي. نظام فیصله کړې ده چې د بندیزونو د شنډولو  دموضوع تر پاي پورې مقاومت کوي او دسټراټژيک اقدام قانون هم په قوت او قدرت سره اجرا کوي.

حاج علی اکبری زیاته کړې ،د یورانیمو د پخولو د فعالیدا  په باب مو داسې شوق  پارونکي خبرونه واوریدل چې  مسئولان په قوت سره دغې لارې ته دوام ورکوي او  د ملت د حقوقو په  قدرت سره دفاع کوي.

 د تهران د جمعې لمانځه خطیب  همداراز ووئيل،د بندیزونود ختمولو لپاره د خبرواترو په چورلیز کې د ایران حوصله مند او سرلوړي مرکچي ټیم به په دغه ډګر کې هوښیار او پریکنده دفاع وکړي.

هغه روښانه کړې ده، مونږ خپلو دښمنانو ،او نړۍ خورې امریکا او  د خبرواترو مقابل لورو ته وایوو چې ایران  دې نه امتحانوي،که خبرواترو ته ضرورت لرئ چې لرئ ئې،ددغه مظلوم او قدرتمند ملت له شرائطو سره پخپلا شئ اوله خپلو زیات غوښتو څخه لاس په سر شئ .

https://iqna.ir/fa/news/4076080/مقاوم

captcha