IQNA

ولې ټول دقرآني آیتونو په آوریدو سره نه هدایتیږي؟

16:46 - August 16, 2022
د خبر لمبر: 3486111
ایکنا-(تهران)قرآن کریم دا وړتیا لری چې درست انسان هدایت کړي ،خو بیا ولې درست  انسانان د  الهي کلام له دغه لارښونکي ظرفیّت او پانګې سره  نه هدایتیږي،ځکه شرط ئې دا چې  څوک له دغې لارښونې استفاده وکړي،دا ده   انصاف ولرل شي او ځِل او دښمني ونه لرل شي.

د قرآن کریم مفسّر محمد علی انصاري د ق سورې د تفسیر د آنلاین غونډې په دوام کې د قرآن کریم  دلارښونې په باب ځيني نور ټکي هم بیان کړي چې  یوه لنډه شان خلاصه ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

 «وَكَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْنٍ هُمْ أَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا فَنَقَّبُوا فِي الْبِلَادِ هَلْ مِنْ مَحِيصٍ؛  او څورمه ډير دي هغه نسلونه چې له دوي مخکې مو هلاک کړل چې (ډیر) له دوي ډير ځواکمن وو او په ښارونو کې ئې ډيرې اچولې وې(خوبلاخره) دتښتې ئې کومه لاره وه.   (د ق سورې-۳۶آیت)

له دې وروسته چې پرودګار عالم د توحید،نبوت او معاد د درو اساسی اصلو په باب ،په ؛ق ؛سورې کې  یو شمیر ځلانده آیتونه  مطرح کړل. په دغې برخې کې د مخکینونو آیتونو ترڅنګ یو شمیر ګواښونه مطرح کیږي.داسې ګواښونه چې د له یوې خوا د پیغمبراکرم(ص) لپاره هیله منونکي دي  او له بل پلوه تکذیبونکي  لارویان  له  ویرې سره مخامخ کوي. دقرآن کریم په آیتونو کې د مخکینیو تمدنونو ژوندلیک بیانیږي چې   د اقتدار په نهایت کې وو او قرآن کریم وائي ،دغو قومونو داسې کارونه کول چې د هغو په شان تر دې دمه  هیڅ کار نه دی شوی او د هغو آثار، د لرغون پيژندنې له پلوه  په بشپړ ډول روښانه دي،  خو نهایتا هلاک شول او  ددوي لپاره دخداوندمتعال  له حاکمیّته دتښتې  هیڅ امکان نه ؤ.

ګورئپه دغه آیت سره په کلام کې ډولوالی رامینځةکیږي. له دې وروسته چې  خداوندمتعال دخبلو بندګانو لپاره څلور ځانګړنې مطرح کړې،نو په یوهیړ ئې د خبرو لهجه بدلیږي او یو ډول ګواښونکي کیږي او وروسته بیا فرمائي؛ «إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ»(دق سوره – ۳۷) یعنی په پریکنده توګه  په هغه څه کې چې ومو وئیل، عقلاني یادونه شته،د هغو کسانو لپاره چې زړه ولرل شي او یا واوریدل شي، په داسې  حال کې چې شهید شي.

د انسان د ژوند او روح مختلفې معناګانې

وې فرمائيل؛«لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ»؛ په قرآن کریم کې د زړه ټکی،حتی یو ځل هم  له زړه سره  انډول  زمونږ په فیزولوجیکي  علم کې  نه دی کارول شوی،بلکې  داناسن د روح اوژوند له نامې څخه دی چې کارول کیږی.زړۀ هغه مهال دانسان له روح سره  اړوندیږي چې  دانسان په وجود کې د فهم د ترلاسه کولو اړخ فعال وی.

    «أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ» یعني لږترلږه که عقل او تفکر نه لري، لږترلږه په جدیّت سره ورته غوږ کیږدي.وَهُوع شهِید«،یعني  دهغه آوریدل یا غوږ اچول په توجه او پام سره وي شهادت درې ډوله معنا لري،چې یوه ئې شتون دی.په آیت کې فرمائيل شوي دي باید دهغه آوریدل په ټول وجود سره وي.

پس د ايت معنا دا ده، په هغه څه کې چې ووئیل شول،دغه کتاب ظرفیّت لري ټول انسانان هدایت کړي،خو آیا ټول خلک د  الهی کلام  په دغه لارښونکي ظرفیّت او پوهې سره هدایتږی.،؟ نه ،شرط  ئې  چې څوک  له دغې لارښونې استفاده وکړي،دا دی چې انصاف ولرل شي  او ځِل  او دښمني ونه لرل شي. په همدې خاطر په آیت کې فرمائي لشوي دی ، په قرآن کې دغه وړتیا شته چې د  انسان له وجوده ټول غفلتونه اولټۍ ووینځي،خو دوه ټکي شیان غواړي،یو دا چې  انسان خپل عقل اوتفکر آزاد ړي او په عقلمندۍ سره د قرآن په آیتونو کې فکر  وکړي .

captcha