IQNA

اسلامی ایران د ایټمي خبرو په باب د اروپائي اتحادئې پیکیج ته خپل ځواب ورکړ

17:53 - August 16, 2022
د خبر لمبر: 3486114
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي جمهوریت د اروپا له لوري وړاندې شوی متن ته په لیکلي ډول ځواب ورکړي او ویلي چي که امریکا نرمښت وښیي او حقیقت درک کړي موافقه به تر لاسه شي.

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په ویانا کې د ایران، اروپا او امریکې تر مینځ د ایټمي خبرو اترو تر وروستي پړاو وروسته اکثره هیوادونه د مذاکراتو د پایلې او د موافقې غوښتونکي دي، خو دمپګړي موافقه د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه د امریکې د پریکړې لپاره معطله ده.

په وروستیو ورځو کې اروپایي اتحادیه د موافقې دسهولت د رامینځ ته کولو په موخه په ویانا کې یوه مسوده وړاندې کړې ده.

د ایران اسلامي جمهوریت هم د دغه وړاندې شوې مسودې په هکله اروپایي اتحادیې ته ځواب ویلي، د ایران د مذاکراتي ټیم د غړو د دریځونو څخه داسي ښکاري چي په دریو موضوعاتو باندې اختلافات لاهم روان دي، چي په دوو موضوعاتو کې امریکا په شفاهي توګه نرمښت ښودلې ده چي باید د مسودې په متن کې په لیکلي ډول راوستل شي.

دریمه اختلافي مساله د برجام په ایټمي موافقې باندې په راتلونکې کې د امریکې د حکومت ژمن پاتې کېدل دی، چي په دې زمینه کې امریکا باید د ایران مثبت نظر جلب کړي.

تیره ورځ د ایران د ملی امنیت په شورا کې په دې زمینه کې بحث وشو او د ایران دریځ په لیکلي بڼه اروپایي اتحادیې وسپارل شو،

د ایران د مذاکراتي ټیم سلاکار محمد مرندي په خپلل ټوییټر کې ولیکل: ایران خپلې اندېښنې شریکې کړي دي، لیکن د پاته مسالو حل ستونزمن نه ښکاري

هغه د دې په بیانولو چي د لوېدیځوالو خلافورزیو ته په کتو سره، ایران اندېښمن دی، زیاته کړه: د موافقې د تر لاسه کېدو په هکله څه نه شم ویلای، خو دې ټولو سره سره، موافقې ته په بې سارې توګه نژدې شوي یو.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i119810

captcha