IQNA

د افغانستان اهل تشیّع د خپلو حقوقو د په رسمیّت پیژندنې غوښتنه وکړه

16:15 - August 17, 2022
د خبر لمبر: 3486116
ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعیانو د ټولنې د غوښتو تعقیبونکي کمیشن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستاند شیعیانو حقوقو او  ددغو حقوقو د په رسمیّت پيژندنې ته دطالبانو دحکومت د توجه غوښته وکړه.

ایکناخبري آژانس د آوا له قوله راپور راکړ،د افغانستان د شیعیانو د ټولنې د غوښتنو  تعقیبونکي کمیشن،ددغه هیواد د پخواني حکومت دنسکوریدا او کابل ته دطالبانو د ورتلو په لومړنۍ کلیزې کې، دیوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د شیعیانو حقوقوته د طالبانو دتوجه او ددغو حقوقو د په رسمیّت پيژندنې غوښتنه وکړه.

په دغې اعلامیې کې د طالبانو دسلطې په وخت کې د افغانستان د امنیتی وضعیّت ښه کیدا ته په اشارې سره روښانه شوې وه،دبیرورزګارۍ او بې وځله ستونزه  په اوڅاره توګه زیاته شوې ده او د  هیواد په داخل او بهر کې ددغه ټاټوبي د لکونو خلکو د کډه په سر کیدا سبب شوې ده.

پردې سربیره په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی دی، د حکومت له مشرانو دافغانستاان د ولس هیله دا ده چې د اسلامی شریعت د احکامو په چوکاټ کې دانجونو د زده کړو او بیروزګارۍ د مشکل  دحل کولو په باب دې دافغانستان د  ولس دمختلفو پرګنو د حقوقو او تمو د پوره کیدا په اړه دې اقدامات وشي.

ددغې اعلامیې په دوام کې راغلی دي،د افغانستان د شیعیانو دټولنې د غوښتو د تعقیبونکي کمیشن  چې کابو اوه میاشتې مخکې ددغه هیواد د اهل تشیَع د مشرانو  دفیصلې او دهغې غونډې په اساس چې  د شیعه عالمانو د شورا  دغوښتې په اساس ترسره شوي،له ډيرو بحثونو  او خبرواترو وروسته، دغه غوښتنې  د څلورو اصلي موضوعګانو په چوکاټ کې برابر شوي  چې په هغو کې د جعفري مذهب د رسمیّت پيژندنې ساتل ،په محکمو کې د افغانستان د اهل تشیَع د مکتب په اساس د قانون جوړول، دهیواد په سیاسی فیصلو کې د شیعیانو د ټولنې مشارکت  او  په کابینې کې د غړیتوب په شمول د اداری نظام په مختلفو ادارو او اورګانونو کې داهل تشیَع  دمتخصصانو شتون  شامل دي.

په عین حال کې  په دغې اعلامیې کې روښانه شوې ده، د افغانستان د شیعیانو دټولنې د غوښتو تعقیبونکی کمیشن،ددغو غوښتنو د تعقبونې لپاره له خپلودوامدارو هلوځلو او مراجعو سره سره، له بده مرغه ئې تردې دمه کوم مشخص ځواب نه دی ترلاسه کړی  او دافغانستان د شیعیانو دغوښتنو وضعیّت او ددغه  هیواد دشیعه ټولنې په وړاندې دطالبانو دحکومت سیاست هماغه شان مبهم اونامشخص  دی.

همداراز له طالبانو غوښتل شوي دي،د تیرو وختونو تراخو تجروبو ته په پام سره،له هر ډول هغه اقدامه چې د افغانستان په ولس کې دتفرقې اودرز سبب کیږي،ډډه وشي،ځکه چې د دومدارو او بیابیا جنګونو له ناغواړي میراث څخه د افغانستان د ملت تجروبه ایجابوي چې د حکومت او ملت هرډول چلند باید د زغم،خبرواترو،د هرډول تاؤتریخوالو دنفی کولو،دتوپیر د ختمولو او له ټولنیزو واقیعیّتونو څخه  د ژور درک او هوښیارتیا په اساس وي.

https://iqna.ir/fa/news/4078512/%

captcha