ایکناخبری آژانس د تواصل له قوله راپور راکړ،جنی ادهم نعیم عاشور د غزې تړانګې اوسیدونکي دیارلس کلنه فلسطینۍ جینۍ ده چې د قرآن کریم په بشپړ حفظ کولو کې په بریالیتوب سره د دغې سیمې د قرآني چارو د مسئولانو له خوا ډيره ستایل شوې ده .
ددغې فلسطینۍ جینۍ د حافظ شونې خبر په ټولنیزو چینلونو کې په پراخه سویه خپور شوی او د ورځې په یوه بحث بدل شوی دی. ځکه چې عاشورد قرآن بشپړ حفظ،یوازې په یوې میاشتې کې سر ته رسولی دی او دا قضیه دټولو لپاره دحیرانتیا وړ ګرځیدلې ده.
اقراء خیریه ټولنې په یولړ دستورو کې ددغې نابغه جینۍ قدرونه او ستاینه کړې ده او دهغې لپاره ئې د بریالیتوب په هیلې کولو سره ټينګار کړی،دخداوندمتعال له درګاه غواړو چې د قرآن کریم دحفظ دغه توفیق د هغې او دهغې دمور پلار لپاهر د خیر ذخیره شي او له دغې قرآني څیرې اسلام او مسلمانانو ته پراخه ګټه ورسیږي او ټولنه ورځيني استفاده وکړي.