IQNA

ملګروملتو ومنله له یو میلیون زیات روهینګیائي خلک کډه په سر شوي دي

6:46 - September 28, 2022
د خبر لمبر: 3486273
ایکنا-(تهران)د ملګروملتو د انسانی حقوقو د کمیشنرۍ د مرستیالي د اعلامیې په اساس،په میانمارکې د کودتا له وخت راهسې ترې دې دمه څه د پاسه یو میلیون خلک کډه په سر شوي دي.

ایکناخبري آژانس د آناتولی خبری آژانس له قوله راپور راکوي،د ملګروملتو د بشری حقوقو د لوړې کمیشنرۍ مرستیالي نډي النشیف ددغې موسیسې د بشری حقوقو د شورا په یوپنځوسمې غونډې کې پخپلې وینا کې ووةیل،په میانمار کې د ۲۰۲۱کال په فرورۍ میاشتې کې د کودتا له وخت راهسې تر دې دمه څه دپاسه یو میلیون خلک کډه په سر شوي دي.

 هغه په دې باب ووئيل،په نښتو کې هم څه دپاسه یو میلیون خلک خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شوي او څه دپاسه ۴۵زره خلکو هم ګاونډیو هیوادونو ته پناه وړې ده .

 النشیف  ددې خبرې په کولو سره چې د میانمار پوځ  د کودتا له وخت راهسې د عامو خلکو په ضد تاؤتریخوالی ته دوام ورکړی دی ووئیل،  د یوسل اتلسو ماشومانو پشمول دوه زره درې سوه شل عام خلک  د پوځ دحملو په نتیجو کې وژل شوي ، پنځلس زره  شپږ سوه نیول شوي  چې  تر دې دمه دولس زره پنځه سوه کسان  هماغه شان په زندانونو کې  شپې سبا کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4088194/%D8

captcha