IQNA

د رجب میاشتې له فرصته د استفادې په باب د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سپارښتنې 

8:31 - January 14, 2024
د خبر لمبر: 3488566
ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود د رحب المرجب  د مبارکې میاشتې له قدرمنو شپو ورځو څخه د استفادې په باب فرمائي ؛ لویان ،اهل معنا او اهل سلوک ،د رجب میاشت د روژې دمبارکې میاشتې  سریزه ګني. د رجب میاشت، د شعبان میاشت یو  چمتووالی دی ، ددې لپاره چې  انسان په روژې مبارکې میاشتې کې  چې ، د الهي میلمه پالنې میاشت  ده ، په چمتووالی سره واردیږي. چمتووالی څه  شی دی؟  په لومړۍ درجې کې په زړه سره   او په توجه سره تیاری .:::

  ایکنا د رهبری د سایټ له قوله راپور راکوي،  حضرت آيت الله العظمی سید  علی خامنه اي د آثارو د حفظ او نشر ددفتر اطلاع رسونې ادارې،  د رجب د مبارکې میاشتې د پيلیدا په مناسبت ددغې مبارکې میاشتې د بې مخینې فرصت څخه د لاښې استفادې په باب   د اسلامی انقلاب  ځيني غوره بیانات او سپارښتنې خپرې کړي دي.

 لویان  او معنا اوسلوک خاوندان ، د رجب مبارکه میاشت د روژې دمبارکې میاشتې سریزه ګڼي . رجب میاشت ،شعبان میاشت یو چمتووالی دی ددې لپاره چې  انسان د روژې په مبارکې میاشتې کې  چې  دالهي میلمه پالنې میاشت ده.وتوانیږي،  په تیارئ سره وارد شي. دغه تیاری څه شی دی؟ په لومړۍ درجې کې ،چمتووالی  په زړه سره اوتوجه سره  شتون دی ،ځان په الهي درګاه کې بلل، دخداي په محضر کې ځان ګڼل ، «سبحان من احصى کلّ شى‌ء علمه» خپل ټول  حالات ،خپل حرکات، خپل نیتونه ،خپل دزړه خطورات  په الهي درګاه کې موجود بلل: په لومړۍ درجې کې : دامهم دي ،او که  دغه نتیجه ترلاسه شي، هغه مهال  خپلو کارونو ته دمونږ توچه ، خپلو خبرو ته توجه ، خپل تګ راتګ ته توجه،خپلې خاموشۍ ته توجه ،خپلو خبروته توجه به لازیاته شي.

د رجب میاشت د استغفار میاشت ده

 د رحب مبارکه میاشت یو ښه فرصت دی ، ددعا میاشت ده ، دتوّسل میاشت ده ، دتوجه میاشت ده ،د استغفار میاشت ده ،په دایمې ډول باید استغفار وکړو، هیڅوک هم دا خیال ونه کړي چې زه له استغفاره مستثنی یم  .دخداي لوي پیغمبر فرمائي؛ انّه لیغان على قلبى و انّى لأستغفر اللَّه فى کلّ یوم سبعین مرّة».  بې شکه  پیغمبر هم لږترلږه ورځې کې اویا ځله استغفار کوي . استغفار دمونږ ټولو لپاره دی  ؛ په تیره بیا  مونږ چې په دغو مادي تحرکاتو کې  په دغې مادي دنیا کې غرق یوو او ورسره ککړ یوو. استغفار  ددغو ککړتیا ځيني برخې پاکوي او له مینځه ئې وړي .  داستعفار میاشت ده؛ ان شاالله  فرصت به غنیمت وګڼوو، ددغې میاشتې رارسیدا  پر تاسو مبارک وي، ان شا الله چې  پر مونږ او تاسو دغه میاشت مبارکه وي ، او له دغې میاشتې  کله شعبان میاشتې ته واردیږو،نو نو په الهي توفیقاتو سره به مو ځيني کارونه ترسره کړي وي::

     ( د اسلامی شورا له غړو سره په  کتنې کې د اسلامی انقلاب دستر لارښود سپارښتنې 1398/04/03)

 الهی عظمت او توحید ته توجه

                                       د رجب  میاشتې ددعاګانو یو خصوصیّت دا دی ،چې  توحید ته توجه کول  ،خداي تعالی ته توجه کول، الهي نامو او صفتونو ته  توجه کول.ددغې میاشتې قدر اوارزښت باندې باید پوهه شو. ددغې میاشتې لومړي ورځ   ډيره مبارکه او برکتناکه ده ، دحضرت امام محمد باقرعلیه السلام  دنیکمرغه زوکړې ورځ. ددغې میاشتې په آځر کې ډیربرکتونه دي، د تاریخ ټرټولو لویه پيښه، یعني د پیغمبر اکرم (ص)  بعثت.

 د اعتقاف  له فرصته  استفاده وکړئ

دادی  دا د رجب میاشت ده ، له دغې میاشتې استفاده وکړئ، ځوانانو! تاسو تاسو   لازیاته استفاده کړئ،دتاسو پاک زړونه ، د تاسو نورانياو له صفال ډک روحونه ، الهی توجهاتو ،الهي رحمت  وړانګو اوتلاءلئواتو ته تیار دي؛ ددې قدر باندې پوهه شئ، داعتکاف سنت  ،جومات ته تلل ، روژه ساتل .

د رجب میاشتې دعاګانې  په پوهیدا سره  په معنو سره پرزړه اوژبې جاري کړئ.

د رجب د میاشتې  ارزښت وپيژنئ ټوله هغه دعاګانې  چې په دغې میاشتې کې واردې شوي دي، یو درس دی. یوازې د ژبې لقلقه  نه ده یا یوازې پر ژبې  دجاري کولو خبرې نه دي ، دغه دعاګانې  په زړه سره  او د هغو په معناؤباندې په ژورې پوهیدا سره ئې پرخپل زړه اوژبې جاري کړئ.  که مسلمان انسان ،ځواناوبوډا، ښځه اوسړی ،په رجب  میاشت کې او بیا په شعبان  میاشت کې ،خپله رابطه  له خداوندمتعال سره  روانه او لانزدې کړي ،نو په تیارئ سره  د روژې مبارکې میاشتې ته رسیږي. هغه مهال د روژې  مبارکهمیاشت  دالهی میلمه پالنې میاشت ده. او مونږ ټولد خدايتعالی میلماننه کیږو.

دغه شپې ورخې د رجب دمبارکې میاشتې شپېورځې دي، ددعا میاشت،دتوسل میاشت، دتضرع میاشت ،د روژې مبارکې میاشتې ته د واریدیدولپاره ان شاالله د زړونو د تیارولو میاشت.

https://iqna.ir/fa/news/4193617

 

captcha