IQNA

د غزې د یوه شهید د مور اغیزشیندونکی تلاؤت (فیلم)

7:21 - April 18, 2024
د خبر لمبر: 3489064
ایکنا – د مصر په ؛صعید؛کې په واقع یوه روغتون کې د فلسطینی شهید د مور  د قرآن کریم تلاؤت ، په ټولنیزو چینلونو کې د کارؤنو له پراخې توجه سره مخ شوی  او تود هرکلی ئې  شوی دی.

ایکنانیوز د بیتو له قوله راپور راکوي،د مصر په صعید ښار کې په یوه روغتون کې د یوه فلسطینی شهید د مور  حاجیه نعمه په زړه پورې  او اغیزشیندونکی تلاؤت په ټولنیزو چینلونو کې  دکارؤنکو له پراخ هرکلی سره مخ شوی دی. د شهید دغې مور د بقرې سورې  یو شمیر آیتونه تلاؤت کوي چې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.

وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِنْ لَا تَشْعُرُونَ ﴿۱۵۴   

او هغه کسان چې دخدای په لاره کې ووژل شي  مرده مه وایاست بلکې هغه ژوندي دی خو تاسو نه پوهیږئ (۱۵۴)

وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ ﴿۱۵۵    

 او تاسو به  پخپلو  محصولاتو ،ځانونو او مالونو کې په کمیدا  او په لوږې  او ویرې  وآزمایم  او  او صبر کونکو ته لوی انعام دی.  الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ ﴿۱۵۶     

(هماغه) کسان چې کله مصیبت ورباندې راشي ، نو وائي  له خدای لره یوو او دهغه په لور به ځو:::

 د فلسطیني شهید  ددغې مور له خوا د قرآن کریم تلاؤت د درنښت په هغو دستورو کې شوی چې د صعید روغتون د سرطان درملنې د مرکز له خوا  دهغې د قدرونې اوستاینې  لپاره ترسره شوي  وې. میرمن نعمه  ددغو آیتونو د ټاکلو دلیل  دخداوندمتعال په نزد د شهیدانو په ژوندي کیدا باندې خپل اعتقاد اویقین  عنوان کړ. د روغتون  مدیریّت هم د شهید ددغې مور د فلسطین د ولس د آرمان په دفاع کې د هغې د شهید زوي او دهغې د سرښیندنو په دلیل  دهغې ډيره ستاینه او قدرونه وکړه.

د فلسطین د روغتیا وزارت  په همداوروستیو کې  دیوې ا علامیې په خپرولو سره  اعلان کړی  چې د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې راهسې تر پرون پورې دوحشی صهیونیسټي رژيم  په بې آمانه بمباریو او حملو کې د شهیدانو شمیر ۳۳ زره اته سوه شپیته  کسانو ته او د تپیانو شمیر هم ۷۷ زره درې سوه تنو ته رسیدلی دی چې  زیاتره قربانیان ئې ماشومان او ښځې دي .

https://iqna.ir/fa/news/4210739

captcha