نړيواله ډله: د جرمنی د كورنيو چارو وزارت وويل: چې د اسلام د پېغمبر (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم جوړونكے ناكولا باسلی ناكولا د دغه هېواد خاورې ته د داخلېدو اجازه نۀ لری.
21:17 , 2012 Sep 19
نړيواله ډله:داسلامی تعاون د تنظيم وياند وويل: دغه تنظيم له ډېرې مودې راهسې په نړۍ له اسلام څخه د ويرونې مخ په زياتدېدو چلند اندېښمن كړے دے.
21:17 , 2012 Sep 19
نړيواله ډله: د فرانس د مسلمانانو شورا CFCM د يوې بيانیې په جاری كولو سره نن د وږی د مياشتې په ٢٩ نېټه په دغه هېواد كښې په ((چارلی هېډو)) هفت روزه مجله كښې يو ځل بيا د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه كارټونونو خپرېدل په سختۍ سره وغندل.
21:16 , 2012 Sep 19
اجتماعی ډله: د تركی د زائرانو وړومبۍ ډلې د انكېرې په هوائی ډګر كښې د جشن د يولړ مراسمو له ترسره كولو نه پس د وحی ټاټوبی ته لاړه.
21:16 , 2012 Sep 19
نړيواله ډله: د لندن مسلمانانو په يو نمونه حركت سره د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخۍ په مقابل كښې پرون د برطانیې خلقو ته قرانی نسخې ډالۍ كړې.
21:15 , 2012 Sep 19
نړيواله ډله: د نجف اشرف د علميه حوزې طالبعلمانو او استاذانو وړمه ورځ د وږی د مياشتې په ٢٧ نېټه د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم په جوړولو او خپرولو باندې په اعتراض كښې د يو لړ احتجاجی مظاهرو په كولو سره د امريكائی جوړ څيزونو د بائيكاټ غوښتنه وكړه.
21:15 , 2012 Sep 19
نړيواله ډله: د انډونېشيا ولسشمر سوسيليو بامبانګ چې له دې مخكښې یې د خداے دګران رسول (ص) د مقدس شان په خلاف ګستاخانه فېلم په سختۍ سره غندلے ؤ د ملګرو ملتو د تنظيم او د اسلامی تعاون د تنظيم لخوا د اسمانی دينونو د توهين كوونكو د سزا لپاره د نړيوال قانون د جوړولو غوښتنه وكړه.
21:14 , 2012 Sep 19
نړيواله ډله: ولسی احتجاجونه په خپل ځاے ښۀ دی چې غربی حكومتونو ته وښئ چې مسلمانان د خپلومقدساتو د توهين په وړاندې غلی نه كښېنی، خو د مسلمانانو د مقدساتو په حقله له ګستاخيو او توهينونو سره د مقابلې اصلی ذمه واری د اسلامی حكومتونو په غاړه ده.
21:14 , 2012 Sep 19
سياسی ډله: د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې له ګستاخۍ نه د ډك فېلم د جوړولو او ښودلو په خلاف د قرقېزستان جمهوريت په پائېتخت بېشكك ښار كښې د امريكې د سفارتخانې او فوځی اډې په وړاندې احتجاجی مظاهرې جوړیږی.
21:14 , 2012 Sep 19
نړيواله ډله: د اېټلی د پارلېمان اسلام دښمنه استازی ماريو بورګزيو يورپی يونين څخه وغوښتل چې د خداے دګران رسول (ص) د شان په سپكاوی كښې د جوړ شوی فېلم د خپرولو زمينه دې برابره كړی.
21:56 , 2012 Sep 18
نړيواله ډله: د پاكستان حكومت پرون د وږی د مياشتې په ٢٧ نېټه د خداے د ګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د ګستاخانه فېلم په جوړولو باندې په اعتراض كښې په دغه هيواد كښې يوټيوب فېلټر كړ.
21:56 , 2012 Sep 18
نړيواله ډله: د لبنان د صور سيمې د علماؤ انجمن د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې له سپكاوی نه د ډك امريكائی صهيونېسټی فېلم د غندلو لپاره د احتجاجونو د دوام په حقله د سيد حسن نصرالله دعوت ته لبېك ووایۀ.
21:56 , 2012 Sep 18