اجتماعی ډله: د انډونېشيا د مذهبی چارو وزير سوريادارماعلی د دنيا د مختلفو دينونو د پېروكارو ترمېنځ په دينی روغې جوړې ،سوله ايز ګډ ژوند كولو او د يو بل د عقائدو په احترام باندې تاكيد وكړ.
21:00 , 2012 Sep 04
نړيواله ډله: د مصر وړومبنۍ پرده داره ټيلی ويژنی مجری په يوه وېنا كښې اعلان وكړ: د مصر انقلاب بالاخره رسنيو (مېډيا) ته هم ورسېد.
21:00 , 2012 Sep 04
سياسی ډله: د آذربائيجان جمهوريت په پائېتخت باكو ښار كښې د اجتماعی او سياسی حالت د څېړنې لپاره د اسلامی ګوند د عالی شوار غونډه جوړه شوه.
20:59 , 2012 Sep 04
نړيواله ټولنه: د سعودی عرب د شرقيه سيمې د ازادۍ او عدالت ائتلاف د زيارت په ورځ د وږمی دمياشتې په څوارلسمه نېټه د سعودی عرب له ستر دينی عالم ايت الله نمر باقر النمر سره د پيوستون د اعلان د مظاهرو غوښتونه وكړه.
20:59 , 2012 Sep 04
نړيواله ډله: پرون د وږې د مياشتې په ديارلسمه نېټه د سينیګال پائېتخت ډاكار ښار كښې البيان نومې اسلامی اېف اېم رېډيو افتتاح شو.
20:58 , 2012 Sep 04
نړيواله ډله: د اسلامی تعاون د تنظيم عمومی سېكتر اكمل الدين احسان اوغلو د تېرې مياشتې په ١٥ او ١٦ نېټه په بئرالسبع جومات كښې د صهيونېسټ رژيم لخوا د شرابو د جشن د جوړولو د خبر له خپرېدو وروسته د دغه ناوړه اقدام د غندلو په ترڅ كښې د اسرائيلو غاصب رژيم ته د دغه اقدام د نتائجو په باره كښې سخت خبردارے وكړ.
20:58 , 2012 Sep 04
نړيواله ډله: د فلسطين په حقله د ملګرو ملتو د رپوټ له مخې په داسې صورت كښې چې د غزې د سيمې د څښلود اوبو، بجلۍ، روغتيا او تعليم حالت ښه نۀ شی دغه سيمه به په ٢٠٢٠ كال كښې نور د اوسېدو جوګه نۀ وی.
20:58 , 2012 Sep 04
نړيواله ډله: د پاكستان د انصاف غورځنګ مشر عمران خان وويل په دغه هيواد كې د اهل تشيع عامه وژله يوه دسيسه ده.
17:05 , 2012 Sep 04
نړيواله ډله: وسله والو كسانو د پاكستان د بلوچستان صوبې په مركز، كویټه كې يو ځل بيا پر شعيانو بريد وكړ او نهه كسان یې ووژل.
11:35 , 2012 Sep 04
سياسی ډله: د تركیې د شيعه مسلمانانو مشر صلاحالدين اوزگوندوز د نړۍ د ١٢٠هيوادونو ګډون او شتون ته په پام سره د ايران په اسلامی جمهوريت كښې د ناپيئلتوب د غړو هيوادونو د سرمشريزې غونډې ترسره كيدل بريمن وبلل.
22:16 , 2012 Sep 03
اجتماعی ډله: د تركی په ((مالاتيا)) صوبه كښې د جوماتونو د جوړولو د پلان د اجرا لپاره د دغه هېواد په (( حكيم خان )) ښار كښې نهۀ جوماتونه جوړیږی.
22:50 , 2012 Sep 02
سياسی ډله: د بی بی سی خبری چېنل وړمه ورځ د مياشتې په نهمه نېټه د Citizen Khan په نامه د يو كمېډی فلم په خپرولو سره په ټوله دنيا كښې د مسلمانانو قهر راوپاروۀ.
22:50 , 2012 Sep 02