نړيواله ډله: په تهران كښې د لبنان د امل غورځنګ دفتر د امام موسی صدر او د هغۀ د دوو ملګرو د تښتول كېدو د كليزې په مناسبت يوه بيانيه جاری كړه.
21:02 , 2012 Aug 31
بين المللی ډله: د حكومت او مسلمانانو ترمينځ د يوكلن بحث او لانجې نه وروسته د موزمبيك چارواكو وړمه ورځ په ښوونځيو كښې د پردې اوحجاب د كولو د آزادۍ سره موافقه وكړه.
20:58 , 2012 Aug 30
بين المللی ډله: د نويو تحقيقاتو نتايج ښودنه كوی چې د ملائشيا هيواد هركال له ټولې نړۍ څخه د ترټولو زياتو مسلمانو سيلانيانو كوربه وی.
20:58 , 2012 Aug 30
بين المللی ډله: د آل خليفه د رژيم عدالت يا محكمې دوه بحرينی ماشومان په غيرقانونی تجمع كښې د ګډون كولو په تور د دوو اونيو په بند باندې محكوم كړل.
20:58 , 2012 Aug 30
نړيواله ډله: د ملګرو ملتو د زدكړې، علمی او ثقافتی تنظيم UNESCOعمومی سېكتر په لېبيا كښې د تاريخ او مقدسو ځايونو د ورانولو د اودرولو غوښتنه وكړه.
20:37 , 2012 Aug 30
نړیړاله ډله: د مصر په پائېتخت قاهره كښې ((اسلامی پانګونه او په مصر كښې د ترقۍ پس منظر)) نومې وړومبنے سيمينار د ستمبر په مياشت يعنې د وږی د مياشتې هپ دويمه لسيزه كښې جوړیږی.
20:37 , 2012 Aug 30
سياسی ډله: د ناپيئلتوب د غورځنګ د غړو هيوادونو سرمشريزه غونډه نن سهار په تهران كښې د انقلاب د معظم رهبر په شتون سره پيل شوه.
20:02 , 2012 Aug 30
نړيواله ډله: د صهيونېسټ رژيم فوځی ښځو پورن د وږی د مياشتې په اومه نېټه د دغه رژيم د امنيتی ځواكونو په ملاتړ سره په مسجدالاقصی باندې حمله وكړه.
21:34 , 2012 Aug 29
نړيواله ډله: د پاكستان دينی عالمانو او مسلمانو خلقو د قران شريف د سپكاوی كوونكې مسيحی جينۍ چې ويل كیږی ذهنی توازن یې صحيح نه دے د معاف كولو او ازادولو غوښتنه وكړه.
21:34 , 2012 Aug 29
نړيواله ډله: د سعودی امنيتی ځواكونو د احتجاج كوونكو د خورولو لپاره هغوی محاصره كړل د جنګی ګوليو په چلولو سره یې هغوی په خورېدو باندې مجبور كړل.
21:34 , 2012 Aug 29
نړيواله ډله: د تيونس يوې سياسی شناندې ترجس بن عباده وويل: د برما (ميانمار) تند لاری بودايان يكتا پرستۍ په تېره بيا د اسلام مبين دين ته د دغه هېواد د خلكو مخ په زياتېدو ګروهنې په لېدو سره كوشش كوی چې د مسلمانانو په قتل عام او په خلقو كښې د ويرې په پېدا كولو سره د الهی دين له ترويج څخه مخنوے وكړی.
21:33 , 2012 Aug 29
نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله د نړيوالو تعلقاتو مسئول د دغه هېواد په خلاف د اسرائيلو د وزيراعظم ګواښونه په سختۍ سره وغندل.
21:33 , 2012 Aug 29