نړيواله ډله: وهابيت د يوې ګمراه او د اسلام له اصلی تعليماتو څخه د يوې لرې فرقې او د انګرېز استعمار د يو اثر په توګه د خپل تاسيس له هم هغې ابتداء څخه په بقيع اديره كښې د خداے دګران رسول (ص) د پاكو اهلبېتو عليهم السلام او صحابه ؤ (رض) د مزارونو په ويجاړولو لاس پورې كړی او نن په ډېرې كينې سره د پاكو اهلبېتو عليهم السلام مينه وال حتی د دغې سپېڅلې اديرې له زيارت كولو څخه منعې كوی.
21:07 , 2012 Aug 27
نړيواله ډله: عربو لرغون پېژاندو د فلسطين د شمال په طبريه ښار كښې د دغه هېواد يو ډېر تاريخی جومات يو لړ آثار وموندل.
21:07 , 2012 Aug 27
نړيواله ډله: د مصر مسلمانو عالمانو د دهشتګردو او سرزورو ډلو لخوا په لېبيا كښې د جوماتونو او مذهبی ځايونو د ړنګولو اقدام په سختۍ سره وغاندۀ.
21:06 , 2012 Aug 27
اجتماعی ډله: د تركی د انساندوستانه مرستو ادارې (IHH) د برما (ميانمار) د متعصبو بودايانو په لاسو د اراكان سيمې د بېګناه مسلمانانو له قتل عام نه وروسته تر اوسه دوه لكه تنه د خپلو مرستو له لېسټ كښې راوستی دی.
21:06 , 2012 Aug 27
نړيواله ډله: سعوديانو مشهور شيعه عالم علامه سيد كمال الحېدری ته چې مناظره یې له الكوثر نړيوال چېنل څخه خپریږی د ماتې وركولو لپاره يو ميليون انعام مقرركړے دے.
21:06 , 2012 Aug 27
نړيواله ډله: د لبنان الميادين ټيلی ويژنی چېنل پرون د وږی په پينځمه نېټه په يو رپوټ كښې وويل: د تيونس سلفيان له القاعدې سره په وابسته ډلو كښې په غړيتوب حاصلولو سره د شام د حكومت په يوه ترټولو مخالفې ډلې باندې بدل شوی دی چې د شام له سركاری ځواكونو سره په مقابلې او دهشتګردانه اقداماتو باندې بوخت دی.
21:05 , 2012 Aug 27
سياسی ډله: د انډونېشيا د ((مادورا)) جزېرې په ((سامپانګ)) ښار كښې يو شمېر شيعه دينی عالمان او عامه شيعه مسلمانان په دغه ښار كښې د وهابيانو په لاس وژل شوی او يا ژوبل شوی دی.
21:05 , 2012 Aug 27
سياسی ډله: د تركیې د وقف فاؤنډيشن مشر نوری اونال د فلسطين په يو جومات كښې د صهيونسټی رژيم لخوا د شرابو د فسټيول ترسره كول د نه منلو او د مسلمانانو د دينی ودانيو او مقدساتو سپكاوې وبالۀ.
20:50 , 2012 Aug 27
ټولنيزه ډله: د بقيع مقدسو قبرونو د حرمت د سپكاوی او په حرمين شريفين كښې د اسلام د تاريخی آثارو او اډانو د ورانولو د زړه دړدونكې كليزې سره په يووخت آيت الله العظمی صافی گلپايگانی يو پيغام صادر كړے او د دغې ورځې د نړيوالې كيدو غوښتنه ئې وكړه.
20:49 , 2012 Aug 27
نړيواله ډله: د فلسطين د كورنيو چارو د وزارت د اعلان وكړ چې د مصر د حكومت د فېصلې له مخې د رفح لاره نن د وږی د مياشتې د پنځمې نېټې له سحر څخه په دائمی توګه خلاصه شوه.
22:31 , 2012 Aug 26
نړيواله ډله: صهيونېسټ غاصب رژيم ځواكونو د الخليل د شمال په بت عمر سيمه كښې د بېلتون د ديوال او صهيونېسټ مېشته ښارګيود جوړولو په خلاف د فلسطينيانوپرامن مظاهرې وځپلې.
22:31 , 2012 Aug 26
نړيواله ډله: د تيونس تند لارو سلفيانو د دغه هېواد د شيعه مسلمانانو په حقله له سپكاوی نه د ډكو مضامينو له خپرولو سره له دغه هېواد څخه د خداے د ګران رسول (ص) د پاكو اهلبېتو عليهم السلام د پېروكارو د وېستلو غوښتنه وكړه.
22:30 , 2012 Aug 26