نړيواله ډله: په مكه مكرمه كښې د اسلامی هېوادونو د سرمشرانو د غونډې په وروستۍ بيانيه كښې په برما كښې د روهينګيا د مسلمانانو د نسل كشۍ د غندلو په ترڅ كښې د دغه هېواد له ټولو ډلو په تېره بيا له مسلمانانو سره په سلوك كښې د مساواتو د ټينګولو د سياست د اجرا په ضرورت باندې تاكيد شوے دے.
21:35 , 2012 Aug 15
نړيواله ډله: د بحرېن ((الوفاء)) اسلامی ګوند اعلان وكړ: د امام خمينی (رح) د فرمان د عملی كولو لپاره به په بحرېن كښې سږ كال د قدس د نړيوالې ورځې لاريون د جُمعې په ورځ د پېشمنی له وړومبيو وختونو څخه شروع شی.
21:35 , 2012 Aug 15
نړيواله ډله: د كربلای معلی ښار د پوليسو مشر له وړوكی اختر سره په يو وخت د امام حسېن عليه السلام د زيارت د زوارانو د ملاتړ لپاره په دغه ښار كښې د خاصو امنيتی تدابيرو له غوره كولو څخه خبر وركړ.
21:35 , 2012 Aug 15
نړيواله ډله: په مكې مكرمی كې د اسلامی ملګرتيا موسسې دغړيو هيوادونو د مشرانو بیړنۍ غونډه د ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد په شتون پيل شوه
21:12 , 2012 Aug 15
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت پوځ د قدس د نړيوالې ورځې په قدرونې او نمانځنې سره اعلان وكړ: د حضرت امام خمينی(رح) لخوا د قدس د نړيوالې ورځې په توګه د روژې د مباركې مياشتې د وروستۍ جمعې نومول د دوی د سياسی تفكر د ژورتيا او له هغه امت څخه د هراړخيز حمايت ښودونكی دی چې د زروويونكو سره د جهاد او مقابلې لارې ته ئې د هغوی سره د ملګرتيا په ذلت باندې ترجيح وركړه.
19:15 , 2012 Aug 15
د علم او پوهې ډله: د هندوستان په اترپرديش ولايت كښې د لكهنؤ ښار د ميثم تمار(ع) نومې مؤسسې لخوا د جنت البقيع د ړنګولو په لړ كښې د آل سعود پرخلاف د لاريون مراسم د راروانې وږی يا سنبلې د مياشتې په پنځمه نیټه په دغه ښار كښې ترسره كیږی.
19:14 , 2012 Aug 15
سياسی ډله: متحده عرب اماراتو له نړيوالو ټولنو څخه د برما د مسلمانانو په خلاف د تاوتريخوالو او تشدد د ختمولو او د هغوی په چارو باندې د غور كولو غوښتنه وكړه.
19:34 , 2012 Aug 14
نړيواله ډله: د اسلامی تعاون تنظيم عمومی سېكتر اكمل الدين احسان اوغلو د يو بيانیې په جاری كولو سره د ايران په شمال لويدیځ كښې دزلزلې په پېښه باندې خپله خواخوږی څرګنده كړه.
19:34 , 2012 Aug 14
سياسی ډله: د انډونېشيا د ډېپوك ښار تقريباً پينځۀ زره كسانو د برما د راهينګيا صوبې له مظلومو مسلمانانو سره د مرستې په پروګرام كښې په ګډون سره له هغوی څخه ملاتړ وكړ.
19:33 , 2012 Aug 14
اجتماعی ډله: د تركمنستان جمهوريت په جېلونو كښې څخه د پاسه يو زر او درې سوه قېديانو ته د روژې دمباركې مياشتې په مناسبت معافی وشوه.
19:33 , 2012 Aug 14
نړيواله ډله: د فلسطين منتخب لومړی وزير اسماعيل هنيه پرون په تهران كې د مقاومت، اسلامی ویښتيا او د فلسطين د آزادۍ په سيمينار كې په ویډيوئی وينا كې د دې خبرې په كولو سره چې د فلسطين ملت د مقاومت پر دوام مشتملې له خپلې لارې نه غړیږی.
16:58 , 2012 Aug 14
نړيواله ډله: د پاكستان د شيعه ؤ مشر ښاغلی علامه سيد ساجد علی نقوی په يو پيغام كې د ايران د آذربايجان شرقی ولايت كې د زلزلې او له كبله یې د مسلمانانو وروڼو د مړيدا او په سوونو خلكو ژوبليدا په هكله تسليت وويل.
16:58 , 2012 Aug 14