نړيواله ډله: د جامعه الازهر مشر ويلی دی چې د قرانی شبهو ځوابونه وركولو په هدف په دې مركز كې د قرانی مطإلعاتو مركز جوړیږی.
21:56 , 2012 Sep 11
نړيواله ډله: د پاكستان په لاهور ښار كې د قران پاك د قديمی نسخو د محفوظ ساتلو لپاره يو مركز جوړیږی.
21:56 , 2012 Sep 11
نړيواله ډله: په بالكان سيمه كښې د يوې مېدانی څېړنې نتائج دا ښودنه كوی چې د بالكان اسلامی ټولنې ته د يوې شدت پسندې ډلې په توګه د سلفيت داخلېدل په دغه سيمه كښې د سوله ايز ژوند كولو لپاره يو ګواښ ګڼل كیږی.
21:06 , 2012 Sep 11
نړيواله ډله: سعودی عرب هغه سرمايه دار ملك دے چې خپل كمښتونه یې د ولسواكۍ د اوښپنيزو ديوالونو شا ته پټ كړی دی،په داسې حال كښې چې د حجاز په خاوره كښې د بشری حقوقو ډلې په سختۍ سره ځپل كیږی او ښځې له كړكېچن حالت څخه سختې زورولې كیږی.
21:06 , 2012 Sep 11
نړيواله ډله: د كېنېډا يوې اسلام دښمنې ډلې د ټورنټو ښار خلقو ته عامه دعوت وركړے دے چې د وږی د څلورېشتمه نېټه دې له ځان سره خپل سپی راولی او د اونټاريو جومات په وړاندې په راغونډېدو سره دې د دغه جومات د بېحرمتۍ اقدام وكړی.
21:05 , 2012 Sep 11
اجتماعی ډله: د اسلامی اقتصادياتو د نړيوال تنظيم لخوا د لېندۍ د مياشتې په دويمه نېټه په تائيلېنډكښې ((اسلامی اقتصاد)) نومې سيمينار جوړیږی.
21:04 , 2012 Sep 11
سياسی ډله: د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياندوی د سورئې د كړكيچ د هواری لپاره د اسلامی هيوادونو د علماؤ د غونډې ترسره كيدو ته په اشارې سره كومه چې په راتلونكې تلې په مياشت كښې په تهران كښې ترسره كيدونكې ده، ووئيل: په مختلفو هيوادونو كښې بانفوذه او مشهور عالمان د فتنو مخه نيوې شی او په يو روښانه ليد سره په سيمه كښې د مختلفو ټولنو هدايتونكی كيدې شی.
19:27 , 2012 Sep 11
نړيواله ډله: د صهيونېسټ رژيم جنګی الوتكو پرون د وږی د مياشتې په ١٩ نېټه په غزې باندې څلور ځل حملې وكړې چې په نتيجه كښې یې يو ماشوم ژوبل شو.
21:12 , 2012 Sep 10
نړيواله ډله: د مصر ولس پرون د وږی د مياشتې په نولسمه نېټه په قاهره كښې په ((الازهر)) كښې د سلفی وهابيانو شېخانو په نفوذ باندې په اعتراض كښې مظاهره وكړه.
21:11 , 2012 Sep 10
نړيواله ډله: د ستمبر د مياشتې په اتمی نیټې د بحرين د داخله وزارت دا اعلان وكړ چې غير قانونی مظاهرو تر سره كولو لامله د شيعه ؤ سياسی ګوند الوفاق په خلاف به قانونی كاروایې كیږی.
21:11 , 2012 Sep 10
نړيواله ډله: د تركی په ستر ښار استانبول كې په ښوونځو او پوهنتونونو كې په پردې بنديز په خلاف خلكو پراخې مظاهرې تر سره كړې.
21:09 , 2012 Sep 10
سياسی ډله: د سورئې بين المللی مشورتی غونډه د دغه هيواد د كړكيچ د اسلامی حل لپاره د يوې لارې د وړاندې كولو په موخه د اسلامی نړۍ د علماؤ او پوهانو په شتون سره د ميزان يا تلې د مياشتې په پنځمه نیټه د اسلامی مذهبونو د نژديكت د تنظيم لخوا په تهران كښې ترسره كيدونكې ده.
23:06 , 2012 Sep 09