سياسی ډله: د اسلامی هيوادونو د اقتصادی، اجتماعی او د شميرنو د تحقيقاتی او تعليمی مركز (SESRİC) نوې ودانۍ د تركیې په پلازمينه انقره كښې پرانستله شوه.
23:05 , 2012 Sep 09
نړيواله ډله: د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم مشر محمد باقر خرمشاد پرون د وږی د مياشتې په اتلسمه نېټه ((په معاصره نړۍ كښې د دينونو ترمېنځ د خبرو اترو كردار)) نومې كانفرنس كښې وويل: ايران او چين د اېشيا د دوو لرغونو تمدنونو په توګه د دينونو ترمېنځ د خبرواترو په پراختيا سره په نړۍ كښې د سولې او دوستۍ پېغام راوړونكی دی.
21:54 , 2012 Sep 09
نړيواله ډله: د لبنان د بهرنيو چارو وزير د امام موسی صدر د كېس د معلوماتو حاصلولو د كمېټۍ مشر عدنان منصور وويل: هغه ټول خبرونه چې د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو په حقله د قذافی د استخباراتی ادارې د مشر عبدالله السنونسی د اعترافاتو د غونډې په باره كښې خپارۀ شوی دی غلط دی.
21:53 , 2012 Sep 09
سياسی ډله: د بشری حقوقو څارونكی تنظيم د پاكستان له حكومت څخه وغوښتل چې د دغه هېواد د مسلمانانو د سر ساتنې او د فرقه ای دهشتګردانه وژلو د مخنيوی لپاره دې جدی فېصلې وكړی.
21:53 , 2012 Sep 09
نړيواله ډله: په لندن كې د اولمپك مقابلو سره نږدې د جومات كار ولاړ ؤ خو د هغه جومات كار مسلمانانو بيا شروع كړ.
21:07 , 2012 Sep 08
نړيواله ډله: د «كتاب اسلامی» په نوم درې ورځنۍ نندارتون د پاكستان د لاهور ښار په ايوان اقبال كې پيل شوی ده.
21:07 , 2012 Sep 08
اجتماعی ډله: د برطانیې د اصلاح المسلمين انجمن لخوا د دولسو زرو تنو په ظرفيت سره يو ډېر لوے جومات په دغه هېواد كښې جوړیږی.
21:07 , 2012 Sep 08
د مصر قبطی مشرانو د دغه هېواد د تندلارو قبطيانو د يوې ډلې له خوا د خداے د ګران رسول (ص) په شان كښې له سپكاوی نه د ډك فېلم جوړول وغندل.
21:06 , 2012 Sep 08
اجتماعی ډله: د امريكې د اسلامی پراختيا موسسه په نوی تعليمی كال كښې مسلمانو محصيلينو ته بورسيه ( وظيفه) وركوی.
21:06 , 2012 Sep 08
نړيواله ډله: د منامې ښار د جمعی لمانځه خطيب په جمعی خطبې كې وويل چې د ال خليفه لخوا د خبرو اترو وړاندېز يوازې پروپاګنډه دی خو ال خليفه بايد خبر شی چې د بحرين انقلابيان د خپل هدفونو ته د رسيدا پورې په ارام نه كښينی.
21:05 , 2012 Sep 08
نړيواله ډله: د بحرېن خلقو پرون د وږی د مياشتې په اولسمه نېټه يو ځل بيا سړكونو ته په راوتلو سره د خپل انقلاب په دوام او د آل خليفه په جېلونو كښې د سياسی مشرانو د ازادېدو په لازموالی باندې پخلے وكړ.
21:05 , 2012 Sep 08
نړيواله ډله: د اسلامی تعاون د تنظيم حققيت لټوونكې كمېټی چې د تېرې شورو په ورځ د وږی د مياشتې په ١٥ نېټه برما ته لاړه د راخين صوبې د روهينګيا د مسلمانو د حالت او د هغوی په خلاف د تشدد په څېړلو لاس پورې كوی.
21:05 , 2012 Sep 08