بين المللی ډله: د اسلامی همكارۍ سازمان پرون د يوتندلاری او افراطی يهودی لخوا د مسجدالاقصی د سوزول كيدو د ٤٣كليزې په مناسبت د يوې بيانیې په صادرولو سره صهيونسټی رژيم د قدس شريف د ټولو ودانيو د سلامتيا مسؤل وبالۀ.
20:55 , 2012 Aug 22
بين المللی ډله: هغه څه چې خدای تعالی جله جلاله له مونږ نه غوښتی دی، يوازې د قرآنی آياتو په مفهوم باندې له سمې پوهيدنې او په هغو باندې له عمل كولو نه ترلاسه كیږی، د وهابيت د بې لارې فرقې په شمول هغه زياتره انحرافونه او بې لاريتوبونه چې نن سبا ئې په دين كښې وينو، قرآنی مفاهيمو او د معصومينو عليهم السلام لارښونو او ويناؤ ته له همدې بې پامۍ نه سرچينه اخلی.
20:55 , 2012 Aug 22
بين المللی ډله: د تيونس علماؤ او محققانو په خپل هيواد كښې د وهابيت د پراختيا لپاره د قطر او سعودی عربستان د پانګونو په هكله د خبرداری په وركولو سره د دغه هيواد خلك له مذهبی جګړې نه ډډه كولو ته راوبلل.
20:54 , 2012 Aug 22
بين المللی ډله: د اردن متحده جبهه نومی ګوند د خپل هيواد له حكومته وغوښتل چې د ((وادی عربيه)) يا د اردن او اسرائيلو د سولې معاهده نومې تړون چې په كال ١٩٩٤كښې د دغو دواړو رژيمونو ترمينځ تړل شوے، لغوه كړی.
20:53 , 2012 Aug 21
بين المللی ډله: په لندن كښې استوګنو مسلمانانو د نفس له يوې مياشتې تزكیې او روژو نيولو او په الهی ميلمستيا كښې د پاتې كيدو نه پس پرون په لندن كښې د انګلستان په اسلامی مركز كښې غونډه وكړه او د وړوكی نيكمرغه اختر پرتمين او شاندار لمونځ ئې د انګلستان د اسلامی مركز د رئيس حجت‌الاسلام والمسلمين «عبدالحسين معزی» په امامت ترسره كړ.
20:51 , 2012 Aug 21
بين المللی ډله: په ملائيشيا كښې به پوټرا تنظيم په راتلونكې اونۍ كښې د برما د بودائيانو لخوا د دغه هيواد زوريدلو او كړيدلو مظلومو مسلمانانو ته د خپل انسان دوستانه مرستو د وړاندې كولو لپاره برما ته سفر وكړی.
20:51 , 2012 Aug 21
د قرآنی فعاليتونو ډله: د قرآنی او اسلامی راډيوګانو د اتحادئې عمومی منشی اعلان وكړ: د برما يا ميانمار د مسلمانانو د وضعيت د اطلاع رسونې لپاره د قرآنی او اسلامی راډيوګانو د اتحادئې وظيفه او دنده ډيره حساسه ده ځكه چې اسلامی رسنۍ پكار دی د مسلمانانو ملاتړې او په هغو باندې د كيدونكو ظلمونو بيانونكې وی.
20:50 , 2012 Aug 21
نړيواله ډله: د شام رسنيو د اسلامی تعاون په تنظيم كښې د دغه هېواد د غړيتوب د معطل كولو په غبرګون كښې دغه اقدام د سعودی عرب لخوا چې د هغو په قول مثال یې يو مرموزه مكار دے پلان شوے سازش وبالۀ.
17:50 , 2012 Aug 19
سياسی او اجتماعی ډله: حجت الاسلام والمسلمين كيانژاد په دويم نړيوال جنګ كښې په يهوديانو باندې د ظلم په غټولو كښې د صهيونېسټانو پروپېګنډو ته اشاره وكړه او وې ويل: د هولو كاسټ د مسئلې جعل كول په فلسطين او نړۍ كښې د اسرائيلو د غاصب رژيم د ظلمونو او ستمونو او پراختيا غوښتونكو سياستونو او په تېره بيا د دغه جعلی رژيم په ناروا توب باندې پرده اجول دی.
17:49 , 2012 Aug 19
نړيواله ډله: د لبنان داسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر دقدس او فلسطين مسله داسلامی دنيا دمسايلو په لومړيتوب كښې وبلله .
17:49 , 2012 Aug 19
سياسی او اجتماعی ډله: په لبنان كښې د ايران د كلتوری مركز مشر حجت الاسلام رئيس زاده وويل: له دې امله چې د فلسطين موضوع په مېنځنی ختیځ كښې د ولسی پاڅونونو او حركتونو د اهدافو د تللو لپاره يوه مناسبه تله او معيار دے انقلابی ملتونو ته پكار دی چې د قدس شريف د ازادۍ ارمان د خپل غورځنګ لپاره لارښوونكے څراغ وګرځوی. ځه چې له دې نه په غېر صورت كښې به خپل اصلاحی او انصاف غوښتونكی مقاصد حاصل نكړې شی.
17:48 , 2012 Aug 19
نړيواله ډله: په امريكه كښې يوه ملحده او ارپكه ډله كوشش كوی د ستمبر په ٢٤ نېټه په يو نسل پرستانه او د دين خلاف يو اقدام كښې په پنسلوانيا صوبه كښې د قران شريف يو شمېر نسخې اوسوزوې.
17:48 , 2012 Aug 19