نړيواله ډله: د اسلام د حقيقت په باره كښې د برطانیې د غېرمسلمو د اګاهۍ زياتېدل به له هغوی سره مرسته وكړی چې ورو ورو اسلام په صحيح توګه وپېژنی او خپل غلط خيالات لرې وغورزوی. دا هم هغه څيز دے چې اميد لرو د ((سلام)) موسسې د جوړېدو له لارې له غېر مسلمو سره د يو ارتباطی پل په توګه ورته رسائی پېدا كړو.
17:47 , 2012 Aug 19
نړيواله ډله: د غزې د تړانګې په زرګونو فلسطينيانو پرون د جمعې په ورځ د زمری دمياشتې په ٢٧ نېټه د قدس د نړيوالې ورځې په مظاهروكښې په ګډون سره له قدس شريف او مسجدالاقصی څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.
22:11 , 2012 Aug 18
نړيواله ډله: و لبنان د مارونيانو پادری د مېنځنی ختیځ له مسيحيانو څخه وغوښتل چې له مذهبی او قومی لانجو سره د مقابلې لپاره دې د صلحې او ارامښت د دين په توګه د اسلام حقيقی څېره لويدیځ ته معرفی كړی
22:10 , 2012 Aug 18
نړيواله ډله: د ملګرو ملتو عمومی سېكتر بان كی مون د يوې بيانیې په جاری كولو سره د دغه هېواد په شمال كښې په بسونو باندې په دهتشګردانه حمله كښې د پاكستان د شيعه مسلمانانو قتل عام وغندۀ.
22:10 , 2012 Aug 18
نړيواله ډله: ځينو عربوهېوادونو سبا دايتوار (يكشنبې) په ورځ د زمری د مياشتې په ٢٩ نېټه د فطر يا وړوكی اختر ورځ اعلان كړه.
22:09 , 2012 Aug 18
نړيواله ډله: د مصر ولسمشر محمد مرسی په تهران كښې د ناپېېلو هېوادونو د غورځنګ د سرمشرانو په غونډه كښې ګډون كوی او د هغۀ دا سفر به تهران ته د ايران د اسلامی انقلاب له كاميابۍ او د مصر د پخوانی ډېكټېټر حسنی مبارك له نسكورېدو نه پس د يو لوړررتبه مصری چارواكی وړومبنے سفر وی.
22:09 , 2012 Aug 18
نړيواله ډله: د پاكستان طالبانو د ګلګت سيمې دوه ويشت بې ګناه خلك ووژل.
23:08 , 2012 Aug 17
نړيواله ډله: عرب اتحادیې نن د زمری د مياشتې په ٢٧ نېټه د يوې بيانیې په جاری كولو سره د دوو يهودی جينكو لخوا د قران بې حرمتی او د اسرائيلو د پارلېمان (كنست) يو غړی لخوا د انجيل مقدس سپكاوے وغندۀ.
23:06 , 2012 Aug 17
نړيواله ډله: د بحرين محكمې دبشری حقوقو ستر فعال ښاغلی نبيل رجب ته درې كاله د بند سزا وركړه .
23:06 , 2012 Aug 17
نړيواله ډله: په لبنان كښې د الفتح غورځنګ عمومی سيكتر شېخ ابوالعردات قدس شريف د اسلامی تشخص يو بنيادی ركن وباله او وې ويل: هیڅ مسلمان نۀ شی كولې دا دعوا وكړی چې تشخص یې له دغه ښار نه بغېر كامل دے.
23:05 , 2012 Aug 17
نړيواله ډله: د برطانیې د ټيلی ويژن څلورم چينل د يوې ډلې د رپوټونو او فېلم اخېستنو له مخې چې په دې وروستيو وختونو كښې یې برما ته سفر كړے دے او د راخين صوبې مسلمان مېشته سيمه كښې كتلې ده رپوټ وركړ، په سيتوه ښار كښې يوه مسلمان مېشته سيمه د برما د اورپكو بودائيانو د حملو په نتېجه كښې بيخی له منځه تللې او تباه برباد شوې ده.
23:05 , 2012 Aug 17
نړيواله ډله: د قدس په نړيواله ورځ د اسلامی ايران د روژه دار ميليونونو خلكو له مظاهرو سره په يو وخت د نړۍ مختلفې سيمې يعنی له جنوب ختیځ څخه رانيولی تر جنوب لويدیځې ايشييا او د افريقا له شمال څخه تر اروپا او امريكا پورې بيلابيلې سيمې د فلسطين له خلكو سره د پيوستون او د صهيونيسټ ضد د مظاهرو ډګر وې.
16:06 , 2012 Aug 17