قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «المنار» خبرونو بنسټ نه په نقل، سید حسن نصرالله، خپلې وینا کې چې د المنار چینل نه خپره شوی د پاریس پېښه محکوم کړه او د مړینو کورنۍ ته یی خواخوږی وړاندې کولو سره د بیروت او پاریس کې د ترهګرو حملې محکوم کړی اعلان یی وکړو چې حزب الله دا جنایتی اقدامات چې داعش ترسره کړی محکومه وی.
هغه زیاته کړه: داعش همېشه په دې سیمه کې زمونږ د ملت وینه په خاورو بهولې او لبنان د هغه هیوادونو نه دی چې ولس یی ترهګرۍ سره مخامخ دی او ځکه د لبنان ولس دا ډېر ښه درک کوی چې د فرانس خلکو باندې څه حال دی نو ځکه ضروری ګڼم چې دا خواخوږی پېښه محکوم کړم او هیله لرم چې داعش او د داعش منوونکې به ډېر زر نابود شی.
سید نصرالله وویل: د داعش مسؤولیت په دې عملیاتو کې یقینی دی لکه څه رنګه چې داعش سره تړلې کسانو د دې مسؤولیت په غاړه اخیستلی.
ترهګرۍ سره مقابله عقلانیت ته اړتیا لری
سید حسن نصر الله په ادامه کې دې ته اشاری سره چې ترهګرۍ سره مقابله عقلانیت ته اړتیا لری تاکید وکړو چې باید هر وخت د بمب لرونکې ګاډو په فکر کې او هر ممکن ځای کې خیال وساتو.
هغه وویل: خپل ټولو روڼو او خویندو او بیا ټولنیزه چینلو ته توصییه کوم چې همېشه د مقابلې په حالت کې وسی او خپل مسؤولیت دی ترسره کوی د تکفیریانو او اسرائیل سره مقابله کوونکو په صف کې وسی.
سید نصرالله اخیره کې وویل: داعش عراق او شام کې له شکست سره مخامخ دی او راروانه مرحله کې به یو لوی شکست سره مخامخ کېږی.
http://iqna.ir/fa/News/3449523