د ایکنا راپور له مخې، د المسییر نه په نقل، د یمن هوايي پوځ او د انصار الله سره تړلي خلکو کمیټو، د اماراتو او سعودي تیرې کونکې ائتلاف یوه بله بې پیلوټه الوتکه په جیزان سیمه کښې غورځولي ده.
دا په یمن باندې تیرې کونکې د سعودي ائتلاف څلورمه بې پیلوټه الوتکه ګڼلي کېږي چې په یوه اونۍ کښې دننه هدف ګرځیدلي.
د یمن هوايي دفاع ځواکونو په تیره چهارشنبه او پنجشنبه هم د دغه ائتلاف جاسوسي درې الوتکي د سعودي عرب په جنوب کښې د جیزان او عسیر په سیمو کښې غورځولي وي.
د یمن په خلاف د سعودي ائتلاف جنګ چې پنځه کاله یې کېږي تر اوسه دوام لري، د یمن زرګونو بې ګناه خلک په دغه جنګ کښې مړه او ټپیان شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/3862431