د ایرنا په حواله: د جاپان دغه جنګي بېړۍ چي د اونامي په نامه یادیږي د یمن او د سومالي د اوبو تر مینځ د عدن په خلیج کې ماموریت تر سره کوي.
د دې بېړۍ ماموریت د ۶ میاشتو لپاره دوام کوي خو د کرونا وایروس یا بلې داسي ستونزې سره د مخامخېدو په صورت کښې بیرته جاپان ته ستنیږي
د جاپان فوځ د دې بېړۍ ځواکونو ته خبرداری ورکړې چي بندو ځایونو ته دي ورنه شي او ګڼه ګوڼو څخه دي ځانونه لرې وساتي.