د عراق له رسمي خبري آژانس واع څخه په نقل، د عراق د حشد الشعبي سازمان نن سهار(۱۴ مۍ)، د سامرا په جنوب کښې له صلاح الدین ولایت څخه د داعش ترهګرې ډلې نفوذي عناصر ویستلې دي.
دې سازمان په یوه بیانیه کښې خبر ورکړ: د حشد الشعبی یو څلویښتم لوا ځواکونو له داعش ترهګرو سره په جنګ کښې د سامرا په جنوب کښې له تل الذهب سیمې څخه د دغه ترهګرې ډلې نفوذي عناصر چې په حشد الشعبي او امنیتي خواکونو یې د برید اراده لره تیښتې باندې مجبور کړل.
له دې مخکښې د حشد الشعبي سازمان د شمال برخې مشر علي الحسیني خبر ورکړی و چې په د میلادې کال په دې میاشته کښې یې په عراق کښې د داعش ۵۰ ترهګر وژلي دي.
3898868