د پاکستان خلکو په مدینه منوره کښې په بقیع ادیره کښې د ائمه اطهار علیهم السلام د قبرونو د ورانیدو په کلیزه، له آل سعود څخه خپله کرکه او نفرت اعلان کړ.
د پاکستان زرګونو خلکو په اسلام آباد، راولپنډۍ، ملتان، لاهور او کراچۍ کښې د لاریون او عزادارۍ په ترسره کولو سره په مدینې کښې د بقیع قبرستان د بیارغاونې غوښتنه وکړه او د اسلامي هیوادونو له مشرانو او د اسلامي ملګرتیا د سازمان له غړو یې وغوښتل چې د پیغمبر اکرم د اهل بیتو او اصحابو د مزارونو د بیارغونې په لړ کښې هڅه وکړي.
پاکستاني مسلمانانو همداشان د عربو هیوادونو په مشرانو او چارواکو نیوکه وکړه او ویې ویل چې عرب واکمنان په سیمه کښې د استعماري قدرتونو د لاس پوڅو په توګه پيژندل کیږي چې په سیمه کښې د خلکو د غوښتنو او ګروهنو په خلاف فعالیت کوي.
هغوي هم داشان د اسلامي امت ترمینځ وحدت د مسلمانانو ترمینځ د استکباري قدرتونو له نفوذه د خلاصي یوازنۍ حل لاره وبلله.
یاده دې وي چې پرون یعنې د شوال د میاشتې اتمه نیټه د د آل سعود وهابیانو په لاس په مدینه منوره کښې د جنت البقیع قبرستان د ورانولو کلیزه وه.