د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د دې خبرې په کولو سره چی د ایران ملت د نظام ضد له هر حرکت سره په مقابله کې دښمن ناهیلې کوی ، ټینګار وکړ هماغه ډول چی دښمنان نن اعتراف کوي له ډیرو سختو بایکاټونو او هراړخیزو دباونو سره سره ندي توانیدلي خپلو ایرانی ضد هدفونو ته ورسي .
د رهبرۍ ستر مقام نن سهار د اسلامی شورا له استازیو سره په تصویری ارتباط کې ، د هیواد مادی ظرفیتونو او پیاوړی اساس او د ایرانی ملت معنوی او ایمانی وسونو په استناد سره جوته کړه ډاډمن یم درست موجود مشکلات د اواریدو دي او پارلیمان باید د مسلو په لومړیتوب ورکولو سره د مشکلاتو د اواری په بهیر کې د خلکو لپاره په مخلصانه کار سره محسوس اغیز وشیندي .
د رهبرۍ ستر مقام د یولسم پړاو پارلیمان له انقلابه وروسته له ډیرو پیاړو اوانقلابی پارلیمانونو وباله.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دوام کی د هیواد ډیر اقتصادی مشکلات په ناروغۍ سره تشبیه کړل اوپه عین حال کې یې ټینګار وکړ د دفاعی قدرت او پیاوړی اساس په وجه بې شکه هیواد په دغې ناروغۍ د غلبې توان لری .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د هیواد د ځینو ظرفیتونو په سپړلو کې زیاته کړه د زرګونو پوه بنسټه شرکتونو جوړول ، د سلګونو بیخ بینایی طرحو اجرا ، له نویو طرحو په دوامداره توګه ګټه اخیستل ، په پوځی صنایعو کې حیرانونکی پرمختګونه او په فضایی مسلو کې ډیر ښه بریالیتوبونه په هیواد کې له پراخو او پیاړو ظرفیتونو له یوې برخې د استفادې نتیجه دي .
د رهبرۍ ستر مقام همداراز د کرونا له لومړنۍ څپې سره په مقابله کې د خلکو په وخت او فداکارانه شتون ، کمزورو کورنیو ته د مومنانه مرستو په غورځنګ کې د ملت ډیر ارزښتناک خدمات او د سردار سلیمانی په بدرګه کولو کې د خلکو پرتمین او حیرانونکې شتون د ایرانی ملت له ژور معنوی ظرفیت بیلګې وبللې ، او جوته یې کړه خلکو د ایرانیانو له ملی او جهادی اقتدار له سمبول یعنی شهید سلیمانی په ستانیه کې وښودله چی د استکبار په وړاندې په مقاومت او مبارزې ایمان لری .