IQNA

سعودي عرب مقدساتو ته ورتګ منع کړ

0:27 - July 19, 2020
د خبر لمبر: 3483410
تهران (ایکنا) – د سعودي عرب د عمومي امنیت ادارې مقدساتو منی، مزدلفه او عرفات ته د حاجیانو ورتګ د اګست تر ۱۱(د ذي الحجه ۱۲ ورځې تر پای) منع کړ.

د سعودي عرب د عمومي امنیت ادارې په خپله ټوئیټر پاڼې خبر ورکړ چې د کورونا د ویروس د وباء دوام ته په پام سره امنیتي ځواکونه د حاجیانو مقدساتو منی، مزدلفه او عرفات ته تر ۱۱ اګست (د ذي الحجه ۱۲ ورځې تر پای) پورې د ورتګ مخنیوی کوي.

د عربو د عمومي امنیت ادارې په دوام کې زیاته کړه: هغه کسان چې مقدساتو ته د نه ورتګ قانون نقض کړي او بې له اجازته دغه ځایونو ته ورشي، تر لس زره ریالو به جرمانه کېږي.

د عمومي امنیت ادارې ټینګار وکړ چې د مخالفت د تکرار او قانون نقض په صورت کې به سزا دوه برابره وي.

د سعودي عرب د حج وزارت څه موده وړاندې په یوه بیانیه کې خبر ورکړۍ و چې له کرونا سره د مقابلې په چوکاټ کې، سږ کال حج به په محدود ډول ترسره شي او یواځي سعودیان او هغه بهرني کسان چې په سعودي عرب کښې شتون حج وکړي او له سعودي عرب څخه بهر نه د حج لپاره هیڅ څوک د سعودي عرب سفر ؤ نکړي.

3911191

https://iqna.ir/fa/news/3911191

captcha