IQNA

د ایران اقتصاد باید له بهرنیوبدلونونوسره ونه تړل شي

23:52 - August 23, 2020
د خبر لمبر: 3483546
تهران (ایکنا) - حضرت آيت ا... العظمي سید علی خامنه اي نن د حکومت د اونۍ په مناسبت د ایران له ولسمشر او حکومتي کابینې سره د ویډیوئي کنفرانس له لارې په ارتباط کې پخپلې وینا کې ټینګار وکړ: د ایران اقتصاد باید له بهرنیوبدلونونوسره ونه تړل شي

د اسلامی انقلاب معظم لارښود ددې خبرې په کولو سره چې باید د هیواد لپاره اقتصادي پلانونې ، د بندیزونو تر لغوه کیدا یا دبل هیواد د انتخاباتو تر نتیجو ونه ځنډول شي ، ټينګار کړی ، د هیواد اقتصاد دې هیڅکله هم له بهرنیو بدلونونو سره پیوند ونه خوري ، ځکه دا یوه سټراټژيکه تیروتنه ده .
حضرت آيت ا... العظمي سید علی خامنه اي نن د حکومت د اونۍ په مناسبت د ایران له ولسمشر او حکومتي کابینې سره د ویډیوئي کنفرانس له لارې په ارتباط کې پخپلې وینا کې روښانه کړې ده ، باید اصل دا وګڼل شي ،لکه چې بندیزونه تر لسو کلونو پورې نور دوام مومي ، پر دې اساس باید پر داخلی ظرفیّتونو او امکاناتو تمرکز وشي او د هیواد اقتصادي موضوع باید دبهرنیو بدلونونو تر نتیجو پورې ونه ځنډول شي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دوام کې د هیواد درستو مسئولانو او چاروالو ته په خطاب کې وفرمائیل ؛په اسلامی جمهوری نظام کې خدمت کول ، ډير زیات ارزښت لري چې باید قدرونه ئې وشي ،ځکه چې په اسلامی جمهوری نظام کې خدمت ، د ټولنې د مدیرّیت او د ټولنې د جوړونې لپاره د اسلام له بیلګې نندارې ته له وړاندې کولو سره مرسته ده ، پر دې اساس ډیر زیات اهمیّت لري .
حضرت ايت ا.. العظمي سید علی خامنه اي همداراز د ټولنې د اداره کولو لپاره د بیلابیلو بشري مکتبونو ناکامیو ته په اشارې سره ، امریکا،د ماته خوړلي یوې حقیقي بیلګې په توګه یاد کړې او وئيلي ئې دي ،د سلامتیا، عدالت او امنیت په څير انساني ارزښتونه ،له بل هر ځاي زیات په امریکا کې تر پښو لاندې کیږي . د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز فرمائيلي ؛ پر مدیریّتي او داخلی مشکلاتوسربیره ، وژلې ، جنګ جګړې او د ناکراریو رامینځةکول ، په سورئې ، فلسطین او یمن او له دې مخکې په عراق ، افغانستان او دهیروشیما او ویتنام په څير په سیمو کې د امریکایانو د اوسنیو دودو کارونو برخې دي .
داسلامی انقلاب ستر لارښود د امریکاد واکوالۍ په سر کې د هغوکسانو شتون چې ددغه هیواد د بې شرمۍ اوسپکاویو سبب دي د بشري بیلګو د او د لویدیځوالو د غیر اخلاقي ځوړتیاؤ او ائيډیاؤ د ناکامیو نښې وبللې او وې وئیل ، د دټولنې او نظام د جوړولو لپاره د اسلام خپلواکه بیلګه د ایمان، علم او عدل په اساس ولاړه ده . حضرت آيت ا... العظمي سید علی خامنه اي دخپلې وینا په پایزې برخې کې په دې باب د امیر ا لمومنین حضرت امام علی علیه السلام یوه قول ته په اشارې سره چې که مومنان له یوه بل سره له مرستې لاس واخلي ، نو ماته خوري ، زیاته کړې ،دا د بشریّت او درستو مومنانو لپاره یو درس دی او نن سبا هم چې دښمن په دایمي ډول په پلانونې بوخت دی ، د دوي په مقابل کې باید پلان او نقشې ولرل شو .
3918385

captcha