IQNA

عربستان ته د بهرنیو عمره کونکو راتګ

23:51 - November 02, 2020
د خبر لمبر: 3483773
تهران (ایکنا)  - د کورونا ویروس له خپریدا وروسته د حج عمره د مراسمو دریم (۳) پړاو د بیلابیلو هیوادونو د حاجیانو په ګډون سره د مخه نیوکه کونکو اقداماتو په اجرا سره پیل شو .

د حج عمره له مراسمو څو ساعته مخکې د سعودي عربستان چارواکو وویل د حج عمره د دغو مراسمو اجرا کیدل د هغوې کسانو لپاره چې له خارجي هیوادونو څخه عربستان ته ورځي د اجازت ورکړل شویو محدودیتونو په اعمالولو سره ترسره کیږي .

دا د کورونا ویروس د خپریدا په دلیل د حج د مراسمو له ځنډیدا وروسته لومړی(۱) ځل دی چې د خارجي هیوادونو حاجیان هم د حج عمره په مراسمو کښې ګډون کولای شي .

سعودي عربستان د روان میلادي کال په مارچ میاشت کښې په هیواد کښې د کورونا ویروس له خپریدا سره په یووخت د نړیوالو الوتونو په بندولو سربیره خپل هیواد ته د خارجي حاجیانو په ورتګ بندیز ولګاوه او د حج عمره مناسک یې چټي کړل .

3932505

captcha