د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په کابل کې د بازار جوړونې او د ځوانانو د ملی بحث په عنوان سره په یولړ دستورو کې وئيلي دي ، د افغانستان حکومت د سولې تګلاره یوازې له طالبانو سره خبرې نه، بلکې له نړۍ د دې تضمین اخیستل ګڼي چې د افغانستان په خاوره کې به څوک لاسوهنه نهکوي.
اشرف غني وئيلي دي،سوله یو هدف دی او افغان حکومتئې د ټینګیدا لپاره نقشه لري،خو له افغانانو داحق،له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې غصب شوی دی.
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان دولسمشرمرستیال ویندوي دواخان مینهپال د اشرف غني د څرګندونو په اړه ویلي دي ، سیمه او نړۍ باید د افغانستان حکومت ته ضمانت ورکړي چې دوي د ترهه ګرو ډلوتمویل، ملاتړ او روزنه نهکوي. په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې په یو غږ مبارزه کوي.
داپه داسې حال کې دي چې افغان چارواکي او ځيني سیاستوالان او ولس ځیني هیوادونه په افغانستان کې د جنایتکارو ترهه ګرو په ملاتړ او ملګرتیا تورنوي چې له تیرو څو لسیزو راهسې ئې د افغان ولس ژوند تریخ کړی دی .