IQNA

امریکاله داعش سره د مقابلې په پلمه د سورياوالو ښځو او ماشومانو د وژلې په اړه حقایق پټوي

14:03 - November 14, 2021
د خبر لمبر: 3484960
تهران (ایکنا) -يوې امريکائي ورځپاڼې د پټو سندونو له مخې رپوټ ورکړی چې امريکا د ۲۰۱۹ کال په مارچ کښې د سورئې په يو ښار باندې په هوائي حملې کښې له شپېتو زيات ماشومان او    ښځې  قتل عام کړي او په هغې واقعې ئې برغولی کیښودلی دی .

ایکناخبری آژانس  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،نيويارک ټائمز ورځپاڼې بېګا رپوټ ورکړ،د امريکاپوځ په در سال ۲۰۱۹ کښې په سورئې کښې د هغو هوائي حملو چې پکښې څلور شپېته ښځې او ماشومان قتل عام شول او د داعش په خلاف د ادعائي مبارزاتو په دوران کښې بالقوه جنګي جنايت هم ګڼل کيږي، حقائق پټ کړي دي.

د امريکا د سنټکام نومې ترهه ګر ځواک قوماندان چې په سوريې کښې يې د خپل هېواد په هوائي عملياتو باندې څارنه لرله د لومړي ځل لپاره په يوې بيانيه کښې ادعا وکړه،په دغوحملو کې د شپاړسو داعشي ترهه ګرو په شمول اتيا تنه او څلور عامه کسان ووژل شول. خو د امريکې فوځ ځینو مسئولانو وئیلي دي ، معلومه نه ده چې شپېتۀ نور کسان عامه کسان وو يا نه، ځکه چې  ښځې او ماشومان هم جنګيالي کېدې شي.

د نيويارک ټائمز د ليکنې له مخې د امريکې دهوائي ځواک يو وکيل چې په هغه وخت کښې د عملياتو په مرکز کښې موجود ؤ باوري وو چې دغه حملې جنګې جنايتونه کېدې شي او بيا يې د امريکا د دفاع د وزارت عمومي مسئولانو  او د سېنټ د وسله والو ځواکونو کمېټۍ ته خبردارے ورکړ خو په دې اړه هيڅ  اقدام ونه شو.

امريکه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه او د داعش په خلاف نومې يو نړيوال ائتلاف په چوکاټ کښې او د سوريې د حکومت له اجازت  پرته  دغه هېواد ته ننوت  او د دغه هېواد شمالي او ختيځې برخې يې په خپله قبضه کښې راوستې دي. دمشق او د هغه انډيوالانو په ځلونو ټينګار کړی چې په دغه هېواد کښې د امريکا فوځي شتون غېرقانوني دی  او پکار  ده  زر تر زره له سورئې څخه بهر شي.

https://parstoday.com/ps/news/world-i108308

captcha