ایکنا خبری آژانس د فوکس تایوان له قوله راپور راکړ،دمسلمانانو دسفر (Global Muslim Travel Index)، د تر ټولو وروستي نړیوال لیسټ په اساس تایوان د مسلمانو سلانیانو لپاره د اسلامی ملګرتیا موسیسې څخه بهر د هیوادونو د یوه جذاب مقصد په توګه غوره شوی دی .
ددغه راپور په اساس ، له سنګاپور وروسته تایوان او بریتانیا په ۵۷ امتیازونو سره د اسلامی ملګرتیاموسیسې له غړو هیوادونو په بهر هیوادونو کې په ګډه په دوهم لمبر دي . تایلینډ هانګ کانګ ،جنوبی افریقا اوجاپان له څلورمې تر اومې مرتبې کې دي او دغه راز فرانسه ،جرمني،فلیلیپين او متحده ایالات هم په ۴۶ امتیازونو سره په ګډه اتمې مرتبې کې راغلي دي .
په ټول کې تایوان ، تایوان په دغه کریډیټ کې د ارزوشل شوو یو سل څلویښتو هیوادونو کې په پنځویشتم لمبر دی . ملایشیا په اتیاؤ امتیازونو سره په سر کې دی او له دې وروسته ترکیه په اوه اویا امتیازونو او عربستان هم په ۷۶ امتیازونو سره په ورپسې لمبر کې دي .
په دغه راپور کې راغلي دي ،د تایوان په څير په ځينوجذابو ځایونو کې د حلالو ریستورانونو شمیر هم په تیرو پنځو ترشپږو کلونو کې درې برابره زیات شوی دی . دغه راپور ښئ دیوه ټوریستي ځاي ټول امتیازونه ، د دیارلسو کریډیټونو په اساس ترلاسه کړي، چې په هغوکې تایوان په دیني امکاناتو کې سل امتیازونه او دامنیت په چارو کې هم نهه نوي امتیازونه ترلاسه کړي دي .